لویه څارنوالي: په هېواد کې د ۵۵۴ جعلي پېژندپاڼو له عاملینو څېړنه روانه ده
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي د ۱۳۹۷ کال د لیندۍ پر ۲۶ یوې خبري غونډې ته وویل، چې د جمهور رئيس له لوري د لويې څارنوالۍ په مشرۍ د تزویري پېژندپاڼو د موضوع د څېړلو په تړاو جوړ شوي پلاوي په هېواد کې ۵۵۴ جعلي پېژندپاڼې تثبیت کړې او عاملین يې عدلي او قضايي ادارو ته معرفي شوي دي.
څو میاشتې وړاندې ځینو سیاسي احزابو ادعا کړې وه، چې په هېواد کې ګڼې تزویري پېژندپاڼې توزیع شوې او دا پېژندپاڼې د ټاکنو د بهیر روڼتیا تر پوښتنې لاندې راولي؛ خو د ښاغلي رسولي په وینا د پلاوي له خوا د څېړنو تر بشپړاوي وروسته هم دغو سیاسي بهیرونو د جمهور رئیس له خوا ټاکل شوي پلاوي ته د جعلي پېژندپاڼو په تړاو اسناد نه دي سپارلي.
ښاغلي رسولي رسنیو ته وویل، چې په دې تړاو له ۲۳۰ مظنونینو او تورنو څخه څېړنه روانه ده.
نوموړي زیاته کړه «لویې څارنوالۍ ته همدارزا د امنیتي او کشفي ادارو او د ټاکنیزو شکایاتو کمېسیون له لوري د ټاکنیزو جرایمو اړوند ۸۱ قضیې رسېدلې دي او په تړاو يې د کندوز د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رئیس په ګډون د دغه کمېسیون ۲۲ او د دولتي ادارو ۳۲ کارکوونکو، د ولایتي شورا ۴ نوماندانو او ۱۵۵ عادي کسانو څخه څېړنې کېږي».
له دغو کسانو د ټاکنیزو سټیکرونو د پلور، د جعلي پېژندپاڼو د استعمال او انتقال، د ټاکنیزو حساسو موادو د غلا او د ټاکنیزې پروسې د اخلال په تور پوښتنې ګروېږنې کېږي.
د لویې څارنوالۍ د ویاند په خبره، د دغه پلاوي د څېړنو په پایله کې په پکتیکا ولایت کې د اساس ۷ جلده تزویري کتابونه ګوتو ته ورغلي او په تړاو يې ۵ کسان نیول شوي هم دي.
نوموړي وویل، چې د تزویري پېژندپاڼو د څېړنې پلاوي ولسمشرۍ ماڼۍ ته ځینې طرحې وړاندې کړې، چې په راتلونکو ټاکنو کې د دا ډول ستونزو مخه ونیول شي.
د یادونې وړ ده، چې ولسمشرۍ ماڼۍ د سیاسي احزابو له لوري تر ادعا وروسته د تزویري پېژندپاڼو د موضوع څېړلو لپاره د لویې څارنوالۍ په مشرۍ د کورنیو چارو وزارت، د ملي امنیت ریاست، د معلوماتو او احصايې ملي ادارې، د نفوسو د احوال ثبتونې ادارې او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون په ګډون د ګډ پلاوي د جوړاوي سپارښتنه کړې وه، چې اوس دغه پلاوي خپلې څېړنې پشپړې کړې او ولسمشرۍ ماڼۍ ته يې خپل راپور استولی دی.
