د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشأ پخوانی رئیس او پنځه کارکوونکي ممنوع الخروج شول

ago_admin
Tue, Mar 12 2019 3:01 PM
logo

دغه کسان د کشفي ادارو له خوا د ټاکنو او د ټاکنیزو  شکایتونو د خپلواک کمېسیون د پخوانیو غړو او رئیسانو په ګډون له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې قضیه کې د لاس لرلو په تور، چې دغې ادارې ته رسېدلې وه او د ټاکل شوي پلاوي له خوا تر کار لاندې ده، ممنوع الخروج شوي دي.

په یادو شویو کسانو کې د دارالانشأ پخوانی رئیس، د عملیاتي چارو مرستیال، د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د ساحوي عملیاتو رئیس شامل دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې برخه کې په جدي او هر اړخیزه توګه څېړنې روانې دي او د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي ډاډ ورکوي، چې دغه قضیه به هم د نورو قضیو په شان په عادلانه، خپلواکه او بې پرې توګه د قانون د احکامو په رڼا کې وڅېړي او د هغه شواهدو، اسنادو او مدرکونو پر بنسټ چې د ټاکل شوي پلاوي په لاس کې دي، د دوی د مسؤولیت او نامسؤولیت په اړه به قانوني پرېکړه وکړي. 

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS