په لویه څارنوالۍ کې نیالګي کېنول شول

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي، د پسرلي د راتګ په مناسبت د لويې څارنوالۍ په دارالامان ودانۍ کې د ۱۳۹۸ کال د وري پر اوومه، د زرغونتیا پروژه چې زینتي بوټي، ګلان او د ادارې د چاپېریال زرغونتیا پکې شامل دي، د یو شمېر نيالګيو په کېنولو پیل کړه.
د دغو نیالګیو د کېنولو پر مهال، د لويې څارنوالۍ مرستیالانو، رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو ګډون کړی و. دا په داسې حال کې ده، چې د لویې څارنوالۍ رهبرۍ په دې وروستیو کې د چټلې هوا د تصفیې او د چاپېریال د زرغونتیا لپاره هڅې کړې او د لویې څارنوالۍ د انګړ د زرغونتیا لپاره یې هم زینتي بوټي کېنولي دي
د یادونې وړ ده، چې د لويې څارنوالۍ رهبرۍ تېر پسرلۍ هم د یادې ادارې له مالي بودېجې څخه د چاپېریال د زرغونتیا په موخه ۳۰۰ نیالګي کېنول.