د لویې څارنوالۍ له مراجعینو سره په درناوي او انساني کرامت چلن کوو

دا خبره په مالي او اداري چارو کې د لوی څارنوال مرستیال او د هېواد د لودیځ زون څارنوالیو د کړنو او لاسته راوړنو د ارزونې د پلاوي رئیس وحیدالدین ارغون د ۱۳۹۸ کال د وري پر ۲۶ د هېواد د لودیځ زون د عالمانو شورا له رئیس او د هرات ولایت د مدني ټولنې له استازو سره په یوه ځانګړې ناسته کې وکړه.
په مالي او اداري چارو کې د لوی څارنوال مرستیال د هېواد د لویځ زون د عالمانو شورا له رئیس مولوي خدای داد صالح سره د یادې ناستې په ترڅ کې، د قانون منلو فرهنګ د تبلیغ او د فساد د له منځه وړلو په برخه کې د عالمانو رول مهم او اغېزناک وباله. ښاغلي ارغون زیاته کړه: «په ټولنه کې د جرمونو د کچې د ټیټوالي، جنګ، تاوتریخوالي او اداري فساد د له منځه وړلو په برخه کې د عالمانو لارښوونې اغېزناکې او د پام وړ دي.»
نوموړي زیاته کړه، چې لویه څارنوالي په ټولنه کې د عالمانو مقام ته درناوی کوي او هیله لري، چې عالمان د جومات او منبر له لارې له عدلي او قضايي ادارو سره د همکارۍ په موخه خلکو ته د اداري فساد پر ضد د مبارزې، قانون واکمنۍ او د عدالت ټینګښت په اړه عامه پوهاوی ورکړي.
ښاغلي ارغون د خپلو خبرو په دوام سره وویل، چې د لویې څارنوالۍ رهبرۍ د اداري فساد پر ضد د مبارزې په برخه کې د عالمانو د یوځای کولو لپاره (د اداري فساد پر ضد د منبر غږ) په نوم کنفرانس جوړ کړ. د نوموړي په خبره، لویه څارنوالي باور لري، چې عالمان د قانون منلو، له اداري فساد او جرمونو سره د مبارزې په برخه کې خلک ښه هڅولای شي.
په ورته مهال کې د هېواد د لویديځ زون د عالمانو شورا رئیس، جنګ او ناامنۍ په هېواد کې د شته ستونزو او ګډوډيو اصلي عوامل وبلل او په ټولنه کې یې د افراطیت په له منځه وړلو هم ټینګار وکړ.
نوموړي زیاته کړه، په ټولنه کې د افراطیت وده په افغانستان کې د پردیو فرهنګ ته وده ورکول دي، نو د دې ټکې د مخنیوي لپاره باید جدي پاملرنه وشي.
ښاغلي صالح د هرات د استیناف څارنوالۍ د بېلابېلو برخو کړنې وستایلې او ډاډ یې ورکړ، چې عالمان به د افراطیت د له منځه وړلو، د عدالت د ټینګښت او له اداري فساد سره د مبارزې به برخه کې له عدلي او قضایي ادارو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
په ورته مهال کې یاد پلاوي د هرات د مدني ټولنې له استازو سره ځانګړې ناسته وکړه. د دغه پلاوي رئیس په هېواد کې د عدالت د ټينګښت په برخه کې د مدني ټولنو رول مهم وباله او زیاته یې کړه: «مدني بنسټونه د حکومت د سترګو او غوږونو حیثیت لري او د هېوادوالو او حکومت تر منځ د ارتباط پول ګڼل کېږي.»
د ښاغلي ارغون په باور، په یوه ټولنه کې د مدني بنسټونو شتون د ځواب وېنې فرهنګ پیاوړی کوي او دغه فرهنګ په چارو کې د روڼتیا سبب کېږي. نوموړي زیاته کړه، چې لویه څارنوالي په خپلو کړنو کې ځواب ویونکې ده او دغه اداره خپلې کړنې د مطبوعاتي کنفرانسونو او ټولنیزو رسمي پاڼو له لارې له هېوادوالو سره شریکوي. ښاغلي ارغون وویل: «مدني ټولنې له مهمو بنسټونو څخه دي، چې د هېواد په کچه د بشري حقونو د رعایتونې او له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې یې رول باید له پامه ونه غورځول شي.»
نوموړي په دغه ناسته کې د جرمونو د پېژندلو او د هغوی د رېښې پیدا کولو په اړه هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه، په دې وروستیو کې لویه څارنوالي د جرمونو د وقایې او مخنیوي لپاره جدي کار کوي. ښاغلي ارغون ټینګار وکړ، چې لویه څارنوالي د قانون پر تطبیق، د عدالت پر ټینګښت او له اداري فساد سر پر جدي مبارزې سربېره په هېواد کې د جرمونو د رېښې او علتونو د پیدا کولو په لټه کې ده؛ تر څو له پېښېدو مخکې یې د مخنیوي حل لارې ومومي.
د یاد پلاوي رئیس د خپلو خبرو په دوام سره وویل، له اداري فساد سره جدي مبارزه له مهمو مواردو څخه ده، چې لویه څارنوالي د یادې ناوړه پدیدې د ورکولو لپاره د اغېزناکه حل لارو د لټون په موخه جدي او پرېکنده هڅې کوي. نوموړي په همدې اړه زیاته کړه، چې لویې څارنوالۍ د کنترول او مراقبت په عمومي ریاست کې د (۱۸۰) اړیکشمېره جوړه کړې، ترڅو هېوادوال خپلې ستونزې او ننګونې په مستقیم ډول له دغې ادارې سره شرېکې کړي.
له بلې خوا د هرات د مدني ټولنې استازو د هرات د استیناف څارنوالۍ له کړنو او لاسته راوړنو څخه خوښي څرګنده کړه او دغه اداره یې په هېواد کې د قانون د تطبیقولو، د امنیت د ټینګښت او د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې یوه ښه بیلګه وبلله.
د دوی په باور د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونه د وسلې په واسطه؛ خو څارنوالان د قلم له لارې د افغانستان د دښمنانو او مجرمانو پر ضد مبارزه کوي.
د هرات د مدني ټولنې استازو په هر اړخیزه توګه د هرات له څارنوالۍ خپل ملاتړ وکړ او د دغې څارنوالۍ د غوره خدمتونو او لاسته راوړنو له امله یې ځيني څارنوالانو ته ستاینلیکونه هم ورکړل.