د ۱۳۹۸ مالي کال په لومړۍ ربع کې د ماشومانو د سرغړونو ۷۴۳ قضیې ثبت او څېړل شوې دي
له ښځو سره د تاوتریخوالي او د ماشومانو د سرغړونو د مخنيوي چارو کې د لویې څارنوالۍ مرستیالۍ، د ۱۳۹۸ مالي کال په لومړۍ ربع کې د هېواد په کچه، د ماشومانو د سرغړونو ۷۴۳ قضیې ثبت کړې او څېړلې دي.
د یادې مرستیالۍ د راپور پر بنست، ۵۵۴ قضیې د اتهام نامې او صورت دعوې له ترتیب وروسته محکمو ته استول شوې، چې په اړه یې پرېکړې هم شوې دي. په دغه راپور کې راغلي، چې په یادو قضیو کې ۳۸ ښکېلو کسانو برائت اخېستی دی.
راپور ښيی، چې ۱۳۸ قضیې اړونده مراجعو ته لیږل شوې او ۷۸ نورې د مناسبو دلیلونو له امله ساتل شوې دي.
په راپور کې د قضیو د وړاندې شوې شمېرو پر بنسټ، د ماشومانو د سرغړونو ډېرۍ پېښې په کابل، هرات او کنړ کې شوې دي.
