د محبس پېژندنه
سیما محب
لنډیز:
محبس په لغت کې د زندان هغه ځای ته ویل کېـږي، چې آزادي په کې سلب وي او یا تنگ، قید، د محاصري ځای ته وايې، محدوده احاطه هم ترې مفـهـوم ده. محبس په اصطلاح کې بندي کول او منع کول د یو شخص دي، که دغه په کور، مسجد او یا هم په بل ځای کې وي. د اسلام پـه اوایـلو کې د زنــدانیــانو لپاره کوم خــاص ځای وجـود نه درلود او نه په دې رابـطه کوم خاص پـروګرام مـوجود و بندیان به يې په مسجد کې یا د مسلمانانو په کور که ساتل رسول(ص) د بندیانو تـړل او شـکنجـه کول منــع کـړي و.کله چې د یو انسان آزادي سلبېږي، هغه درې مرحلې لري: ۱ـ دظــن (نظارت)مرحله، ۲ـ داتهام (توقیف)مرحله ۳ـ او د جرم(حبس) مرحله.
زموږ په هیواد کې د لومړي ځل لپاره د انسان عالي حقوقو پر مبادي بنا یو اساسي قانون په (۱۳۰۰)هـ ش کال د( افغانستان دولت اساسي نظامنامه )په نوم خپور شو د اساسي نظامنامې (قانون) په لسمه ماده کې په څرګنده توګه راغلې وه، چې خپلواکي او آزادي د هر سړي له هر ډول خلل او مداخلې ځینې ساتلي شوي دي، هیڅوک بې له شرعي حکمه او قانوني نظاماتو څخه نه توقیف کېږي، او نه جزاء ورکول کېږي. همداراز د دولت ټول تشکېلات په تفکېک سره رامنځته شول او ټول محکوم محبوسین به د توقیف خانو او محبوس خانو د نظامنامې د احکامو له مخې تر نظارت او حبس لاندې نیول کېدل او د محکومینو د ساتنې او په توقیف خانو او محابسو کې د نظم او د ټینګښت لپاره د(۱۳۰۲)هـ ش د حمل په میاشت کې د(توقیف خانو )او (محبوس خانو نظامنامه) په (۲۷) مادو کې نشر او نافـذ شوه او دکابل په دارالسلطنه کې یو عمومي حبس خانه موجوده وه.
بنسټیز مفاهیم: محبس، زندان، توقیف، جرم، حبس، نظارت خانه او محبوسین
سریزه:
د اسلام د مبارک دین د پیروانو دپاکو هدفونو څخه یو هم د یوې سوچه اسلامي ټولنې جوړول دي، یوه سوچه اسلامي ټولنه هغه وخت جوړیدای شي، چې کله په هغې کې توکم پالنه او قوم پالنه له منځه لاړه شي او ټولو انسانانو ته په یوه نظر وکتل شي او تور په سپین او سپین په تورکوم فضیلت ونه لري او د عزت معیار يې تقوا او الله(ج) ته نږدیوالی وګڼل شي او هم انسان د خپل عمل ځواب ورکوونکي وي؛ نو یو مسؤولیت یې انسانانو او ټولنې ته دی او بل مسؤولیت او ځواب یې الله(ج)ته دی.
د موضوع اهمیت: یوه ټولنه هلته له جرمونو څخه پاکېږي، چې کله هر مجرم ته د خپل عمل سره سمه سزا ورکړل شي، چې د هغې له جملې څخه یوهم محبس دی؛ نو دا چې محبسونه ډیر اهمیت او د محبس په اهمیت سره چې په هغه کې مجرم ته د جرم سزا ورکول کېږي او ټولنه د مجرمینو څخه خلاصیږي. په اسلام کې لمړی محبس حضرت علی(رض) په کوفه او بیا په فارس کې جوړکړ او هغه ځای يې د(نافع) په نوم ونوماوه. بل ځای یې د خټو او خاورو نه جوړکړ چې د محبس نوم يې پرې کېښود، چې په معنا یې حقیرکوونکې او نرم کوونکې ده. مسلمانانو به په محبسونو او زندانونو کې د حبس په موده کې بندیان کار ته تشویقول، چې د دې لارې یې خپلو ماشومانو ته نفـــقه پیداکول او د زندانیانو مصارف به د بیت المال څخه و.
د تحقیق د انتخاب لامل: د محبسونو په اړه د تحقیق لامل په دې کې دی، چې معلومه شي محبس د ټولنې د اصلاح لپاره څه ډول ځای دی. په محبس کې د محبوسینو د ژوند ضرورتونه لکه صحت، غذا او مناسب ځای او کوم شخص باید زندان ته معرفي شي. په دې اساس ضرورت دی، چې نوموړې موضوع لا ښه روښانه شي او هغه ستونزې چې په دې اړه منځته راځي د حل سبب وګرځي. د موضوع په اړه سابقه لیکني: محبسونه د اسلام او قانون له نظره موضوع په اړه باید ذکر شي، چې دا يوه پراخه موضوع ده، په دې اړه عربي، پښتو او دري کتابونه لیکل شوي دي؛ لیکن ډیر په تیت او پراګنده ډول؛ په دې اساس تصمیم مې ونیوئ، چې په مستقیم ډول تحقیق یا څیړنه وکړم، چې یوې اسلامي ټولنې ته مې خدمت کړي وي.
په لمړي فصل کې به د محبس تعریف او بیا د محبسونو تاریخچه، ډولونه او څرنګه منځ ته راغلل او د اسلام په مبارک دین کې محبسونه په څه شکل دي او بندیان په څه شکل ساتل کېږي. په دوهم فصل کې محبس او محبوسین زموږ په هیواد او همدا راز په لودیځ کې ترڅیړنې لاندي نیول شوي دي. په درېیم فصل کې د محبس د مشروعیت حکمت او د حبس دسقوط اسباب دي. په څلورم فصل کې د محبسونو انواع، ګټي، اضرار او د حبس موده تشریح شوېده. په پنځم فصل کې د ښځو محبس پیژندنه او د ښځو او ماشومانو د بندیتوب عوامل، ماشومانو د اصلاح او تربیې مرکز ته معرفي او د معرفي طریقه ذکر شوې ده.
په دې موضوع کې د مختلفو عربي او پښتو کتابونو څخه استفاده شوې ده، چې له عربې ژبې څخه پښتو ژبې ته ترجمه ډیره مشکله ده او زیاتې دقیقې مطالعې ته اړتیا لري، د آیتونو ترجمه د کابلي پښتو تفسیر څخه شوې ده، که کوم ځای کې تېروتې یم ومېبخښئ او د اصلاح لارښوونه راته وکړئ.
مـحــبس پــیـژندنه
محبـــس په لغــــت کې:
۱ـ محبس یا زندان هغه ځای ته ویل کېـږي، چې آزادي په کې سلب وي، یا تـــــنـــګ، قید، دمحاصري ځای ته هم وایي، محدوده احاطه هم ترې مفـهـوم ده. په قرآن کریم کې د محبس یا زندان کلـیمه په څــو آیاتـونو کې راغـلې ده، آیت: « ثُمَّ بَدَالَهُـم مّنٌ بَعدِ مَارَاَوُاالٌآیت لَیَسٌجُـنُــنَّه حَتّی حِـــیـٌــنٍ»
ژباړه: بیا څرګنده شوه دوی ته وروسته له هغې نه چې دوی ولیدل دلائیل په پاکې د یـــــوسف(ع) باندي، چې تـــر یو وخت پوري په محبس یا جـــیـــل کې واچول شـــــــو.
۲ـ محبس یا سجن په فتحي د سین سره مصدر د سجن دی، نـفـس بـندي کولو ته د محکوم علیه ته وايې او په کسري د سین سره هغه ځای ته ویل کېـږي، چې محکوم علیه یا مجرم په کې بـندي کولاي شي. دا ماده په قرآن عـظـیم الـشان کې هـم ذکر شوېده.
آیت:«قَالَ رَبِّ الـِسّجٌـنُ آحَـبُّ اِلَیَّ مِمَّا یَـدٌعُـوٌنَـنِـيٌاِ لَیـٌـهِ»
ژبـاړه: اي ربه محـبس یا زندان ماته ډیـر خوښ دی، د هـغه څه نه، چـي دوی ما هغې ته رابلي.
محبس په اصطلاح کې:
۱ـ بندي کول او منع کول د یو شخص دي،که دغه په کور او یا په مسجد او یا هم په بل ځای کې وي.
۲ـ ابن حزم يې پـه خپل کتاب الاحکام کې داسي تعـریف کوي: د قیدي منع کول له آزادو خلکو څخه او د حق څخه د تیښتي کولو څخه، چې په ده باندي د هغې اداء کول لازم وي او دی قادر وي د هغې په اداء کولو باندي. خو باید ولــــیـــکو، چې د مـــحبسونو یا زندانونو عـصري او انفرادي شــکل په (۱۷۹۰)کال کې د امریکا د رئیس جـمهــــور فرانکلین له خوا په (نــیکا) او (وانیـا)کې جــــوړ شو او په افغانستان کې بیا لمړی محبس په بلخ کې په (۲۰۰)ق-م کې جوړ شوی و.
انساني ټولنې هم دتاریخ په او ږدوکې د حفظ او نظم قراري، امنیت، د نورو د عبرت او د مجـرم د کشولو لپاره جزاګاني تعین او تطبیق کړي دي، او تر اوسه هم په دې مورد کې د هر نوعه بې رحمانه جزاګانو مخه نه ده نیول شوې. د مختلــفو خلکو لـه خوا مخـتلـفي جزاګاني خلکوته ورکول کېـږي مګر د دې سره-سره د جرمونو مخه نه ده نیول شوې. د جزاء د حقوقو عالمان وايې: لکه څرنګه چې (مریضي) د بشر د موجودیـت سره سمه منځــته راغلې ده؛ نو همدارنګه جرمونه هم منځته راغلي دي، څرنګه چې د مرضونو د مخنیوي لپاره د نویو دواګانو څخه استفاده کېږي، همــــــدارنګه د جــرمونو په مقابل کې جزاګانې ورکول کېږي؛ خو ورسره نوي جرمونه پــیداکېــــږي؛ نو په انساني ټـولنه کې مرض او جرم سره نږدې شباهـت لري.که چېري موږ د جزاګانو پخوانی تاریخ په نړۍ او خپل هیواد کـې ترمطالعې لاندي ونیسو؛ نو د جرم مـختـلفالنوع جزاګانې ورکړل شوي دي: لـــکه د زنځیر تړل، د پښو او لاسونو څخه پـه دوامداره تــوګـه تـړل، د سـترګو تړل او په او بـوکې درېدل، په کوهـي کې بندي کول، په وچه باندي د سر خریل، د سترګو ویسـتل، د لاسونو قطعه کول، د پښو قطعه کول، په تیلو باندي داغونه ورکول، دګیډي شکول، انسان نیم کول، د سرغو او غوږونو غوڅـــول ډلهایز مرګــــونه او داسي نور...
خـــو په نړۍ او افغـــــانستـان کې یــو-یـو مثال لــیکو تر(۱۹۴۴)م کال پوري د لومړۍ او دوهمي نړيوالي جګړې د بندیانو جزاګانو او په افغانستــان کې(۱۳۰۰)هـ-ش کلونو پـه شاو خواکې د امیرعبدالرحمن خان له خوا په مرقي کې دوه ځلي د سرونو غوڅول او د سرونو څخه څــــلي جوړول د دې دوه مثالونه د جزاګانو د تـــطـبیـق خاوندانو جزاګانې د حاکمانو په شکل ورکړي دي او دايې جایز بلل؛ خو په خصوصي او انفرادي ډول په نړۍ او افغانستان کې داسې جزاګاني ورکـــړل شوي چې د ډیري بې رحمۍ څخه په کې کار اخستل شوی دی. همدارنګه په ننني حالت کې هم په نړۍ او هم په افغانستان کې په مختـلفــو ډلو او حکومتونو د هیڅ نوع بېرحمانه جزاګانو څخه لاس نه دی اخستي او تطبیق کړي یې دي، چې مثالونه یې په نړۍ کې د نړیوالو قدرتونو په لانـــدي ډول لیــکــو: په بالکان کې چې په اروپا کې یوه جزیره ده، داسیرانو ( یوځایي وژنې) ، په عـراق کې د ابوغریب په زندان کې د بندیانو سره بد سلوک، د (۱۳۵۷)هـ کال دکودتا څخه وروسته دکمونستانو له خوا د بېګناه خلکو او د ښځو، ماشومانو او علماو په شمول په خپل سر وژنې، په افغانستان کې د روسانو له خوا د ښځو او ماشومانو ډلهایزي وژنې او همدارنګه په ځینو ځایونو کې بعضي طالبانو پـــــــه مـحبسونو کې پراته بندیان پرته د محکمې د حکم څخه په لینونو او کېبل باندي ووهل، شکنجې او دې ته ورته جزاګانې وې؛ نو غواړم چې نوموړې موضوع په بیلابېلو مبحـــثـــونو کې تشریح کــړم.
د محبسونو د رامـنـځته کېدلو تاریــخ:
داسلام مبارک دین پـه لومړیو کې د زنــدانیــانو لپاره کوم خــاص ځای وجـود نه درلود او نه په دې رابـطه کوم خاص پـروګرام مـوجود و. بندیان به يې په مسجد کې یا د مسلمانانو په کورنو کې سـاتـل پـه یو حدیـث شریف کې راغلي دي، چې رسول(ص) دبني حنیفه د قـبېلې یو تن، چې ثـمامه بن اثـال نومیده او د قبیلې مشر هم و د مدنې منورې په مسـجد کې بـنـدي کړی و. رسول (ص) د بندیانو تـړل او شـکنجـه کول منــع کـړي و او د تـل لـپاره به یې ښځـينه بندیانې د نارینه بندیانو څخه جـدا ساتل؛ خو کله چې د هـجرت په دوهــم کال د بــدر د غـزا په کولو سره دکفارو د مشرانو په ګډون (۷۰) تنه بندیان د مسلمانانو لاس ته راغلل نو رســول(ص) د هغــو سره د ښه سلوک او خـوراک، څښـاک دورکولو امـر یې کاوه، او هغوی ته د جزا تطبیق واقــعـه په قــرآن عظــیم الشان او احادیـثو کې ذکـر ده، هغه تعداد بندیان چې فدیـــه نه شوای ورکولای او یا يې نه درلوده پاتې شول؛ نو رسول(ص) هغوی ته د مسلمانانو بچېانو ته دلیک لوست زدهکـړي وظیفه يې ورکړه، چې هر بندي باید(۱۰) ماشومانو ته زده کړه ورکړي او دابه يې په فدیه کې حساب شي. او مجرمینو ته د لویـو ګناهونو په مقابل کې الله (ج) حدود ټاکلي او تعزیرات د حاکم او قاضي په حکم د احـادیـثـو او د صحابو د کردار او د اسلامي ملکونو دجزاء د قوانینو مطابق ورکول کېـږي.
په اسلام کې لمړی محــبس کله چې دعمر(رض)خلافـت پـه دوره کې داسـلام مبـارک ديـن نورو ملکــونو تـه وسیعـت پـیـدا کړ؛ نو د محــبـسونو ضرورت هـم پـیـدا شو. حضرت عمـر(رض) اول پـه مکه کې د صفوان بن امیه کور په څلور زره (۴۰۰۰) درهمه واخیست او له دې څخه يې محبس جوړکړ. بیا يې په نورو ولسوالیوکې محبسونه جوړ کړل د (علامه بلاذري) له تصریح څخه معلومېږي، چې د کوفـې محبس له یو ډول لرګیو څخه جوړشوی و. تــــــر دغه وخـــــــت پوري یوازی مجرمان په محبس کې ساتل کېدل؛ لیکن د خلافت له دور څخه وروسته به قاضي شریح قرض دارو ته هم سزاء ورکوله او په محبس کې به یې اچول. د مـحبس د جـــوړیدو څخه وروسته په ځینو سزاګانوکې تبدیلي هم راغله مثلاً: ابومحجن ثـقـفـي د څو ځله پرله پـسې شــراب څـښلو په جرم کې ونیول شو، په آخري ځل حضرت عمر(رض) هغه ته د حـد پرځای د زنداني کولو سزا ورکړه او لمـړی محبس په اسلام کې حضرت عمر(رض) په کوفه او په فارس کې جوړه کړ، هغه ځای یې د(نافع) په نامه وبــالــه او بل ځای یې د خټو او خاورو څخه جوړکړ، چې د محبس په نوم یې ونوماوه، چې معنا یې حقیرکوونکی او نرم کوونکی. د مسلمانانو په زندانونو کې د حبس په موده کې به یې بندیان په محبس کې کارته تشویقول، چې د دې لارې به یې خپلو ماشــومانو ته نفـقه پیداکول او د زندانیانو مصارف به دبــیـت المــال پر غاړه و.
د محبسونو د انواعو پیژندنه:
کله چې دیو انسان آزادي سلب کېږي، هغه درې مراحل لري:
۱ـ دظــن(نظارت) مرحله: چې مظنؤن ورته وایي دا هغه موده ده، چې په اول قدم کې مظنؤن دپولیسو له خوا نیول کېږي او پولیس مکلف دی، چې په (۲۴) ساعتونو کې د مظنؤن په هکله مشتبهي اسناد او شواهد ټول، محضر ترتیب کړي او موضوع اړوند څارنوالۍ ته وسپاري، په دې (۲۴) ساعتونو کې مظنؤن دپولیسو په نظارت خانه کې ساتل کېږي.
۲ــ داتهام (توقیف) مرحله: د پولیسو فیصله وروسته تر هغه چې مربوطه څارنوال دعوه اقامه کوي او په (۱۵) ورځو کې خپله دعوی مربوطه محکمې ته وسپاري؛ خو که ضرورت شي؛ نو دا موده تر یوې میاشتي پوري تجدیدای شي. د څارنوال د دعوې د اقامې څخه تر نیمایي حکم د محکمې د اتهام موده ده او شخص د محکمې تر فیصلې پوري متهم بلل کېږي او هغه باید په توقیف خانه کې او سي.
۳ــ دجرم (حبس) مرحله: کله چې په متهم باندي د محکمې وروستی یا قطعي حکم صادر شي او شخص ګنهګار ثابت شي، دې ته مجرم ویل کېږي. چې دا معینه مرحله به په حبس کې تیروي. په محبسونو کې د حبس دمجازاتو عملي کول د محبوسینو د اصلاح کولو ټولنیز ګټور کارته د هغوی د چمتو کولو د اسلامي شریعت او قوانینو، دودونو، د ټولنیز اخلاقي او انساني ژوندانه نورو معیارونو ته درناوی وي. د هغوی مرعات کولو او جرم کولو ته د ستـنیدو په مقصد صورت مومي د محبس اداره باید د حبس د مجازاتو په تعلیق کولو کې د داسي عمل ترسره کولو څخه په کلکه ډډه وکړي، چې د محبوسینو د انساني کرامت پرخلاف وي
۱ـ نظارت خانه: مخکې له دې، چې د نظارت خانې په هکله څه ولیکو؛ نو باید لمړی د نظارت له کلمې سره آشنا شو. نظارت د جرم دکشف او تحقیق لپاره د احتیاطي اقدام په توګه په موقت ډول شکمن شخص د آزادي سلبول دي، چې د جرم دکشف او تحقیق د مؤظیفینو له خوا د جزائي اجراآتو د قانون او د نور اړوندو تقنیني سندونو حکمونو سره سم نیول کېږي. نظارت خانه هم هغه ځای ته ویل کېږي، چې د دولت له خوا د شکمنو اشخاصو د ساتــنې په مــقـــــصـــد مشخـــص شـــوي ده.
۲ــ توقـیـف: د جرم دکشف او تحقیق په بهیرکې د احتیاطي اقدام په توګه د تورن د ازادۍ سلبول دي، چې د قانون سره سم ترسره کېږي. شکمن یا تورن د قانون د حکمونو سره سم تر نظارت او توقیف لاندي نیول کېږي. د نظارت خانې او توقیف جواز نه لري، مګر دا چې قانون په بل ډول حکم کړی وي، څارنوال کولاي شي، چې د نظارت د حکمونو سره سم په پام کې نیولو سره په خاصو حالاتو کې تجویز ونیــسي، چې تورن د نظارت ټاکلې موده په توقیف خانې کې تېره کړې ده؛ خو کومي مرجــع چې تورن د نظارت خانې نه توقیف خانې ته کېــږي باید د توقیف فورمه (فورم یک) ورسره وي، چې د مؤظف څارنوال د توقیف حکم په کې درج وي. په فورمه کې د بندي مشخصات باید ذکر وي او ښځینه تورنه د نارینه تورن څخه بیل ساتــل کېږي. همدارنګه مراهقین دلویانو نه جدا ساتل کېږي. تورن کسانو سره د هغوی د ملاقات په هکله، چې خپلوانو او دوستانو سره یې کوي، مؤظف څارنوال باید په لیکلي ډول ولیکې او د وکـــیـل نیول مستـثـني وي.
دتوقیف خانې اداره د تورن د منلو په وخت کې باید لاندي ټکې په نظر کې ونیسی.
۱ــ تورن سره باید د ضمیمه فورمه يا(فورم یک) موجوده وي او د مؤظف څارنوال د توقیف ورکول حکم واضح وي.
۲ـ توقیف خانې ته د تورن د سپارلو په وخت کې د تورن د جسمي او رواني روغتیا او سلامتیا او د نه سلامتیا په هکله ډاډ ترلاسه کړي.
۳ــ توقیف خانې ته د ننوتلو په وخت کې د تورن لټول او دلټوني وخت د تورن د سندونو او شیانو نظارت سندونه او اضافي شیان په محضرکې لیکل کېږي. تورن یا د هغه خپلوانو ته د سپارلو تر وخت پوري، په خوندي ځای کې ساتل کېږي. د توقیف اداره مکلفه ده، چې توقیف خانې ته د تورن د ننوتلو په وخت کې د هغه سندونه نظارت کړي او د تورن د ننوتلو نېټه داړوند مرجع قرار د توقیف موده او د توقیف دپای ته رسیدلو نېټه په هغه کتاب کې ولیکې، چې په همدې مقصد ټاکل شوي. د توقیف اداره مکلفه ده، چې په جدي توګه د انضباط دبرابرولو او د جرمونو د مخنیوي په مقصد تورن کسانو څارنه او نظارت وکړي، توقیف خانه جلا جلا خوني لري، چې د توقیف خانې د نظم او انضباط څخه تر د توقیف خانې لاندې تورن د سرغړوني په صورت کې یاد څارنوال د هدایت سره سم په دغو خونوکې (تجرید) ګوښه کېږي، د تورن اعاشه د دولت له خوا ورکول کېږي،که تورن مالي توان ولري او په خپله یې وغواړي؛ نو خپل مصارف کولای شي، هغه زنانه چې ماشومان ولري، یا حمل ولري د طبي مقاصدو په نظر کې نیولو سره سم ورته د استوګني مساعد ځای او خوراک او نور ضروریات یې د دولت له خوا آماده کېږي. په توقیف خانه کې د تورنو کسانو لپاره د فی نفر ځای باید دوه متر مربع څخه کم باید نه وي. د توقیف اداره مکلفه ده، چې د تورنو کسانو صحي چاري په نظر کې ونیسي او د مؤظف ډاکتر له خوا په دوام داره توګه معاینه شي او د ضرورت پر وخت د امنیتي چارو په نظر کې نیولو سره د څارنوال د خبرولو وروسته لوی روغتون ته وړل کېږي او د بستر لاندې نیول کېږي او مصارف به یې د دولت پرغاړه وي. د تورنو کسانو د صحت اصلاح او مادي ګټو په خاطر تورن په حرفوي کار کې تنظمیږي، که چېرته تورن په خپل موده کې ښه اخلاق ولري او وړتیا ښکاره کړي؛ نو د توقیف اداره باید مربوطه متنطق ته راپور ورکړي. که باله متنطق ته راپور ورکړي او که بالعکس عمل وکړي؛ نو دکنترول لاندې نیول کېږي او متنطق خبریږي. تورن کسان د تحقیق لپاره چې اړوند مراجع لکه اړونده متنطق مؤظف څارنوال، واکمني محکمې د غوښتلو په صورت کې تحتالحفظ ته استول کېږي. که چـيــري اړوند مراجع تورن براعة الزمة وګـــڼـــي او لیکلي خبر توقیف خانې ته ورکړي یا د تورن د توقیف میعاد پوره شي ساتــل ئـــي په توقیف خانه کې جواز نلري.
۳ـ محــبس: په محبس کې د محبوسینو د منلو څرنګوالی د محبوسینو چال چلند او د خپلوانو دوستانو سره دکتني د مراسلاتو د مرحله ضروریاتو او د لیکونو د اخستلو په محبوسینو باندي د خوراکې موادو او داړتیا لمړنیو موادو پلورنه د هغه شیانو د ډول او شمیر څرنګوالی، چې محبوسین د هغو د لرلو حق لري. هغه ډول ډول کارونه چې ترسره کول یې د محبوسینو له خوا منع وي او د حبس د مجازاتو د تیرولو پوري د نورو اړونده قواعدو څرنګوالی د محبس د داخلي وظایفو په لایم کې اټکل کېږی، په دې هکله محبوسینو ته خبر ورکول کېږي، چې په محبس کې د مجازاتو د تیرولو شرطونه د حکم د نافذیدو د څرنګوالی د ترسره شوي جرم د ډول، سن، جنس، روغتیايي حالت او په محبس کې د محبوسینو د چال، چلند، په پام کې نیولو سره تـثـبیتېـږي.
محبــسونه په درې ډوله دي:
۱ـ خاص د سړو لپاره ۲ـ خاص د ښځینهوو لپاره ۳ـ خاص د ماشومانو لپاره.
دلیل د دې تقسیم: ابن عباس(رض)فرمائي: چې نبي(ص) فرمائیلي دي، چې نه دي یواځی کېږي، یو ستاسی څخه د یوې ښځې سره مګر د محرم سره، په فتاوی هندیه کې وايي: باید د ښځینهوو لپاره مستقل محبس یا جیل جوړکړل شي د فتــنې دفع کولو لپاره.
ابن نجیم وايي: باید د ښځینهوو لپاره مستـقل محبس یا زندان جوړکړل شي، د فتــنې دفع کولو لپاره. او همدارنګه باید د ماشومانو او نوي ځوانانو محبس یا زندان هم باید جدا وي. ځـــکه چې اختــلاط نوي ځوانانو سره هـــم ســړي پــــــه فــتـــنــه کې غــــورځـــــوي.
او ل دلیل: کله چې وفـد عبد القیس نبي (ص) ته راغی؛ نو په هغوی کې یو نوی ځوان و، نبي(ص) هغه شاته کېـنولو.
دوهم دلیل: مالک ابن انس(رح) به نوی ځوانان خپل مجلس ته نه راپریښــودل،
دریم دلیل: احــمد بن حنبل (رح)به منع کوله ملګرتیا د نوي ځوانانو،که د هغه خپلوان هم وه.
مــحبس او محبوسین زموږ په هیواد کې او په لويدیځ کې
لومړي پــړاو:
زموږپه هیواد افغانستان کې د نورو په څیر د دولت د پدیدې رامنځته کېدل او په طبقو باندي د ټولني د او سیدونکو ویشل کېدل په طبعي توګه دا څرګندوي، چې د حاکمې طبقې د اوامرو او قوانینو نه منل او د جرمي اعمالو ارتکاب د مجازاتو مستوجب او حتی د اویستا په استناد په لرغوني افغانستان کې د قضا چاره د پاچا او روحانينو په لاس کې وه. زندانونه سخت ډاروونکې او مجازات مختلف او وحشیانه وه. د اسلام په سپیڅلي دین باندي د افغانانو مشرف کېدل، افغانان له دارنګه ډاروونکو مجازاتو څخه وژغورل او دا سلامي فقـهي او شریعت په رڼا کې د مجرمینو سره چال چلند کېده او د ارتکابیه جرم سره متناسب شرعي جزا مجرم ته ټاکل کېده، البته باغیان او سیاسي مجرمین له دې امر څخه مستــثـني و، د هغوی مجازات د وخت د واکمن په لاس کې و . د صفاریانو دولت: (۸۷۲ـ۹۱۰) میلادي د دولت په اداره کې د نورو ادارو ترڅنګ د عدلي او قضائي چارو د پاره(دیوان مظالم) او د (قضامحکمه) موجوده وه، خپلې چارې یې د شریعت په رڼاه کې سرته رسولې او مجرمینو ته لازمې شرعي جزآ ګانې ورکول کېدې. د سامانیانو دولت: (۹۱۰ـ۹۶۱) میلادي د لسو وزارت خانو یا دیوانونو په واسطه اداره کېده، چې یو هم د قضا دیوان و. د قضا دیوان جنائي، مدني، او سیاسي قضایاوي څیړلې او په حبس محکوم بندیان محبس ته اچول کېدل. د غزنویانو په دولت کې: (۹۶۲ـ۱۱۴۸) د لومړي ځل لپاره قضا او قضاوت رونق وموند. سلطان محمود غزنوي د غزني په ښارکې د عروسالفلک په نامه یو جومات جوړکړ. د سلطان په امر په نوموړي جومات کې یو ځانګړی ځای قضاوت ته خاص کړل شو او قاضیانو به هلته مدني او جنائي دعواوي په چټکتیا سره په یوه مرحله کې (بې له استینافه) حل او فصل کولې او د قاضي د حکم له څه ویلو پرته اجراءکېده.
دولتي عمده زندانونه: ګردیز، مندیش، غور، جوزجان، کشمیر، ملتان، غزني او نورو په مستحکمو قلعهګانو کې و، البته سیاسي محبوسین او هغه کسان، چې شخصاً د سلطان له خوا بندي کېدل په مجردو او طاقت فرسا حبسونو باندي به محکوم او د سهولت له لوازمو څخه محروم و، د سیاسي او جنائي محکومینو مجازات په لاندي توګه عملي کېده. د سرغوڅول، د فیــل ترپـښو لاندي کول، په دارځړول، سنګسار کول، په لښتو وهل، په بند او زنځیر سره حبس کول، د شتمنیو مصادره کول او د امـپراتورۍ په قلمرو کې تبعـیدول. همدارنګه غوري دولت (۱۱۴۸ـ۱۲۱۴) هم د حقوقو او جزا په چارو کې د غزنوي دولت پیرو (پلیوني) وګرځيدل؛ خو سلجوقي دولت (۱۰۳۸ـ۱۱۵۳)کې بیا هم په قضائي چاروکې ډيره مداخله کوله او د مجرمینو مجازات هم ډیر سخت او وحشیانه وو. د سلطان حسین میرزا د سلطنت په مهال د اختیارالدین له قلعه(دهرات ارګ) څخه د محبس کار اخستل کېده. داحمدشاه بابا (۱۷۴۷ـ۱۷۷۲) په وخت کې مجازات د قاضي له لخوا ټاکل کېده. د امیرعبدالرحمن خان(۱۸۸۰ـ۱۹۰۱) د مطلقه پاچاهي په وخت کې هیواد په یو ستر زندان واو ښت، دولایتونو او پایتخت په بې شمېره، زندانونو برسېره دکابل او هرات (سیاهی چالو) یا توروڅاهګانو او شکنجهیې اقسامو، هیواد په بې سابقه توګه د وحشت په منګولو کې ورکړی و. بندیانو د خپلو بندیانو (محبوسینو) په هکله بې حده آزادي درلوده او د یو کس جرم د هغه کورنۍاو حتی ملګرو ته هم سرایت کړلو، په کابل کې د ارګ او کوټوالۍاو شیرپور او د ښار دننه سرایونو، برسېره نور مخصوص زندانونه هم و او د محاکمې بهیر ډیرخراب و. د نن په څېر نه و. د امیرعبدالرحمن خان د اداري په هکله کورنیو او بهرنیو تاریخ پوهانو او لیکوالو ډیرې څیړنې او لیکنې کړيدي. لمړی لیکنه دانګریز مهندس(سرتوماس مارټین) چې د امیرعبدالرحمن خان دربارکې له نژدې څخه هرڅه ته متوجه و، همدا راز د کابل زندانونه چې جوړشوي وه، د هر حکومتي کور څخه چې مناسب موقعیت ولري، د محــبس کار اخستل کېږي، جېلخانه ورځيني جوړیږي او کړکۍو ته مېلې ورکړي وي، چې د بندیانو د تیښتي مخه پرې ونیول شي، د بهر دروازه یې ډیره ټینګه او قلف وي. د بندیانو دومره خیال نه ساتل کېدو اکثره بندیانو د مختلفو ناروغیو څخه کومې، چې ورته پیدا شوی وي، خپل ژوند له لاسه ورکړو. حتي بندیان به د رمې په شان سره راغونډ شوي و. داسي به ښکاره کېده، چې د(۲۰)یا(۳۰) کلونو راهېسې ترې د زندان کار اخستل شوی دی. او بندیانو ته د حکومت له خوا د ورځي دوې وچې ډوډۍ ورکول کېدې(هره یوه یې نیم پونډه وزن درلود) یوه سهار او بله په شپه کې دا ډوډۍ هیڅ کله کفایت نه کوي او بندیانو ته په پـښو کې زولنې اچولې د دوی د حرکت مخه نیسي او د تـيښتي لپاره هر راز تلاش یې شنډوي لاسونه یوازي هغه وخت ولچک وي، چې یوسړي اعدام ته بیائي یاکومه مخصوصه سزا ورکول شوي وي؛ نوباید نور وختونو کې لاسونه آزاد وي په ټولو حالاتو کې او د پيره دارانو سلوک د بندیانو سره ډیر تریخ و؛ نو په ټولو محبسونو کې تر ټولو بد او تر ټولو وحشتناک يې په بالاحصار کې یو زوړ څاه دی دا یو پخوانی څاه دی، چې په ډبرو کې کېندل شوېده د بیخ خواته یو څه پراخه دی، سور او عرض یې پنځه لس، شل فوټه کېږي، او په دغه محبس کې به هغه بندیان ساتل کېدل چې چاه غټ جرمونه کړي وو، او دوی ته روغتیايي خدمتونه نه وه مساعد، د ورځي یوه وچه ډوډۍ او اوبه وې، هغه به هم په رسۍ ورځړول کېدې؛ نو په نتیجه کې ډیرو بندیانو خپل ژوند د همدې لارې څخه ورکړي دی، ځکه یوازیتوب او ډار، دوی ټول لیونیان کړي دي د څاه بیخ تیاره دی او یوازي رڼا دڅاه له خولې ورځي د مارتین د وینا له مخې یو هیئت دهغو بندیانو د دعوه له پاره ټاکل شوی و،کوم چې بې له محاکمې بندیان شوي وه. همداراز په کابل کې دغه راز بندیان زیات و او د بندیانو شمیر د(۲۰)یا(۳۰)زره په شاو خوا کې و، کله چې امیرعبدالرحمن خان مړشو یوازي شل(۲۰) زره بندیان چې ښځي او نارینه پکې شامل و، دکابل ښار په محبسونو کې په وحشیانه او په غیري انساني توګه پراته وو، بیا امیرحبیب الله خان په (۱۹۰۱ـ۱۹۱۹)میلادي کال کې امر وکړ، چې ټول نارینه او ښځينه محبوسین دي ترپلټڼې لاندې ونیول شي بې دوسي محبوسین دي خوشي شي او دوسیه لرونکو ته دي مجازات وټاکل شي. په دغه بندیانو کې «۳» تنه ژوندي و نورټول مړه شوي و او د دوي د مخ رنګونه هم د مړو په شان و.
دوهم پـړاو:
دلومړي ځل لپاره زموږ په لرغوني هیواد افغانستان کې د انسان عالي حقوقو پر مبادي بنا یو اساسي قانون په (۱۳۰۰)هـ ش کال د( افغانستان دولت اساسي نظامنامه )په نوم خپور شو. د اساسي نظامنامې (قانون)په لسمه ماده کې په څرګنده توګه راغلی وه، چې د خپلواکۍاو آزادۍ څخه د هر سړي له هر ډول خلل او مداخلې ځینې ساتلی شوي دي. هیڅوک بې له شرعي حکمه او قانوني نظاماتو څخه نه توقیف کېږي او نه جزاء ورکول کېږي، همداراز د دولت ټول تشکېلات په تفکېک سره رامنځته شول او ټول محکوم محبوسین به د توقیف خانو او محبوس خانو د نظامنامې د احکامو له مخې تر نظارت او حبس لاندې نیول کېدل او د محکومینو د ساتنې او په توقیف خانو او محابسو کې د نظم او د ټینګښت لپاره د(۱۳۰۲)هـ ش د حمل په میاشت کې د(توقیف خانو )او (محبوس خانو نظامنامه) په (۲۷) مادو کې نشر او نافـذ شوه او دکابل په دارالسلطنه کې یوعمومي حبس خانه موجوده وه .
د نظامنامې د «۳» مادې په اساس توقیف خانې د هغه کسانو لپاره دي، چې مخصوصه نظاماتو په اساس تر توقیف لاندي راځي او حکم ورباندي نه وي شوي او حبس خانو کې یوازي هغه کسان دي، چې د هغو په هکله فیصله او حکم صادریږي. په «۱۰»ماده کې داسي یو صراحت موجود دی، چې د توقیف خانو او حبس خانو مامورین هیڅوک، چې د هغوي په هکله دکوټوالی د قوماندان له دخوا د توقیف سند او یا د قاضي فیصله صادره شوي نه وي، په توقیف خانو او حبس خانو کې نه شي منلای. د نظامنامې د«۱۰»مادې له حکم سره سم د ښځو او کوچنیو هلکانو لپاره په محبس او توقیف خانو کې ځانګړي ځایونه تخصیص شوي وو. د کار شرایط او د دوی خواړه د دولت له خوا تهـیه کېدل او د افغانستان په سیاسي تاریخ کې سیاسي محبوسینو سره د زندان د مسؤلینو چال چلند ډير جدي او له تشدد څخه ډک و ، له اماني دورې راوروسته محبوسین په میاشتو او کلونو له تحقیق پرته په زندانونو کې په نیمه ګیډه او نیم بربنډ پراته وو. د محبسونو حتی د سیاسي محبسونو مامورین د بندیانو په وهلو، ښکنځلو، رټلو مؤظف او مختار و محبوسین چې به کله زندان ته داخلیدل د محبس مامورینو دنده درلوده، ترڅو د هغوی د ننوتلو او خلاصون نیټه په ځانګړي کتاب کې درج او ثبت کړي او محکومین د محبس د داخلي تعلیمات نامو او مقرراتو په مراعاتولو باندي مکلف و او که کوم محکوم به چې غوښتل د محبس داخلي نظم ګډوډولو، په انفرادي محبس کې تر«۱۵»ورځو پوري اچول کېدلو او داسی نورهم .
د محبس تاریخچه په لویدیځ کې:
محبس د مجازاتو تر ټولو یوه معموله وسیله ده او لرغونو زمانو څخه بشري ټولنو په منځ کې دود ده. لکه څرنګه چې (جورج لف) په خپل کتاب کې، چې د مجازاتو د طریقې تاریخ (History of penal methods) نومیږي لیکلي دي. له هغه راهیسې بشر زدهکړه، چې په ډبرو باندي لکه په مصر کې یا په خښتو باندي لکه په بین النهرین کې ودانۍ جوړي کړي، پاچاهانو کلاوي، برجونه، او سترې ماڼۍ جوړي کړې او د هسکو ترڅنګ د ژورو کندو څښتــنان هم شول محبسونه او نوري څاه ګاني (سیاهیچال) به هم په ارګونو کې منځ ته راغلي وي. په لومړي سر کې هغه کسان په محبس کې اچول کېدل، چې په اعدام محکومیدل او د هغه د عملي کېدو انتظار يې یوست او یاکلهکله د بې پروايي او د هغه د نه عملي کېدو په اثر هغه شخص ترمرګه پوري په محبس کې باقی پاته کېده. کله هم هغه کسان چې د نغدي جریمې په ورکولو محکومیدل او د ټاکلو پیسو د نه ورکولو په صورت کې حبس کېدل، ترڅو د هغه مرتکب نژدې خپلوانو ټاکل شوي مبلغ څخه تادیه کولو، مرتکب مجبور و، چې بندي واوسي. په نننۍ بڼي سره له زندان څخه استفاده د شپاړسمي پیړۍ له پیل څخه په تدریجي توګه پیلېږي، په نننۍ بڼه له محبسونو څخه د استفادې تر ټولو مهم علت هغه مجازات و، چې د اروپا د خلکو په منځ کې بې رحمانه او غیر انسانې مجازات دود او له همدې امله و، چې د هغي ورځي د حقوقو پوهانو او حاکمه طبقو تجویز ونیوئ، ترڅو هغه کسان چې د جرمې عمل مرتکب کېدل او د دا رنګه عمل ارتکاب، چې بالاخره د مرتکب شخص د آزادۍ د سلب کېدو موجب کېږي، باید زیاته اصلاحي او تربیتي جنبه ولري، نه ډارونکې او تنبـیـهي اړخ. بیکاریاد(جرمونه او مجازات)په نامه کتاب په تألیف کولو سره عامه ذهنیتونه روښانه کړل او د اعدام مجازات یې چې د هغي ورځې تر ټولو مهم ټولنیز غبرګون یې تشکېل کاوه تر انتفاد لاندي ونیو.
دحبس بیلابیل سیستمونه:
آزادي سلبوونکي مجازات، چې د حبس بېلابېل سیستمونه رانغاړي په پنځو سیستمونو کې مشتمل دي چې هـریويې خپلې ښیېګڼي او زیانونه لري.
۱ـ عمومې زندان یا ډله ایز حبس: عمومي زندان له پخوا څخه په بشري ټولنو کې وجود درلود او مجرمین په یوځايي توګه په یوه ستره محوطه کې، چې د دولت له لوري اختصاص ورکول کېده او سېدل. محبوسین د ورځې په سترو کارونو بوخت وو، په شریک ډول سره او د شپي له خوا په هغه ځای کې چې دولت ورته ټاکلی و ګډه ژوند کاوه.
۲ـ د انفرادي زندان یا د پنسلوانیا سیستم: دا زندان دلومړي ځل لپاره په (۱۷۹۰) میلادي کال کې د امریکا د ولس مشر «بنیامین» فرانکلین له خوا دپنسلوانیا په ایالت کې وړاندیز او عملی شو.
۳ـ آیرلنډي سیستم: داسیستم د لومړي ځل لپاره د فرانسوي هیدو نوبل له خوا طرحه او په «۱۸۴۰»میلادي کال د آیرلنډی ماکونچې په وسیله په عمل کې پلی شو، له همدې کبله هغه د آیرلنډی سیستم په نامه یادو په دې سیستم کې لومړي محبوسین په یوازینۍ توګه په سلول کې ساتل کېږي او بیا پر دابورنین سیستم تطبیقیږي، په دې سیستم کې مجرم تر یوې اندازې له نیمه آزادۍ څخه برخمن کېــږي.
۴ـ دابورنین سیستم: دا سیستم د لومړي ځل لپاره په «۱۸۱۶»میلادي کال کې د نیویارک دابیوزین په ښار کې ترتطبیق لاندې ونیول شو، له همدې کبله دا سیستم دابورنین د سیستم په نامه یادوي. محکومین د ورځي له خوا په ډلهایزه بڼه خوله یوبل سره له تماس پرته د سکوت او چوپتیا په حالت کې په کار ځایونو کې کارکوي او د شپې له خوا په یوازي توګه د زندان په سلولونو کې او سي.
۵ـ پرانیستی سیستم یا پرانیستی زندان: د دې سیستم د بنسټ ایښودو په پیل کې محکومین سرپتو «مسدور» مؤسسو ته دکار لپاره استول کېدل؛ خو د نولسمې پیړۍ په وروستیو کې هڅه وشوه، ترڅو مجرمین په هغه مؤسسو او زندانونو کې واو سیږي، چې دیوال او سیخونه «میلې» ونه لري او په دې سیستم کې تل بندي خپل ځان د ټولني څخه جدا نه دي حس کړي او په دې سیستم کې د ټولو بندیانو لپاره ډیر زیات سهولتونه موجود و د شپې له خوا په سلولونو کې اوسې او د ورځي له خوا په پراخو کروند کې په ډلهایزه توګه په کار باندي بوخت وي او د دولت لهخوا ورته ډير زیات ګټورې او ارزښتنا کې بوختیاوي او سر ګرمۍ تهیه او ترتیـبېږي. په فرانسه کې تر ټول مشهور زندان د«کازابیا نداکرنیز» زندان دی، چې د کورس په ټاپو کې موقعیت لري او پراختیا یې «۱۸۰۰»هکټاره په شاو خوا کې احتواء کړې ده . اکثره بندیانو کولای شول، چې د یکشنبې په ورځ خپل دیني فرایض په کلیساء کې اداء کړي او نور څه به، چې بندیانو غوښتل ټول سهولتونه ورته برابرېدل د دولت له خواه.
پایله:
د بشر د تاریخ په اوږدو کې د تل لپاره د حق د دفاع آزادۍ د خپل ځان او مال د خوندي ساتلو لپاره تیری کوونکي او ظالم ته په مختلفو شکلونو جزاګانې ورکړي دي. د اسلام د مبارک دین په او ائېلو کې د زندانیانو یا «محبوسینو» لپاره کوم خاص ځای وجود نه درلود، نه هم په دې رابطه کوم خاص پروګرام موجود و. بندیان به يې په مسجـد کې یا د مسلمانانو په کورنوکې ساتل. په حدیث شریف کې راغلی دي: چې رسول(ص) دبني حنیفه د قبیلې یو تن چې ثــمامه بن اثال نومیده او د قبیلې مشر هم و د مدنې منورې په مسجد کې بندي کړی و. رسول(ص) د بندیانو تړل او شکنجه کول منع کړي و؛ خو نن ورځ په غربي هیوادونو کې بندیانو ته شکنجې ورکول کېږي. همدا راز نور ډېر ظلمونه هم د بندیانو سره کوي؛ خو کله چې د هجرت په دوهم کال د بدر د غزوې په کولو سره دکـفارو د مشرانو په ګډون«۷۰» تنه بندیان د مسلمانانو لاس ته راغلل؛ نو رسول(ص)د هغو سره د ښه سلوک، خوراک او څښاک د ورکولو امر یې کاوه او هغوی ته د جزاء تطبیق واقعه په قرآن عظیم الشان او احادیثو کې ذکر ده. هغه تعداد بندیان چې فدیه یې نه شوه ورکولای او یا یې نه درلود او پاتي شو؛ نو رسول(ص) هغوی ته د مسلمانانو بچېانو ته د لیک لوست زدهکړي وظیفه ورکړې وه. چې هر بندي باید «۱۰»ماشومانو ته زدهکړه ورکړي او دا به یې په فدیه کې حساب شي. مجرمینو ته د لویو ګناهونو په مقابل کې الله(ج) حدود ټاکلي او تعزیرات د حاکم او قاضي په حکم د احادیثو او د صحابو د کردار او د اسلامي ملکونو د جزاء د قوانینو مطابق ورکول کېږي. په اسلام کې لمړی محبس کله چې عمر(رض)خلافت په دوره کې د اسلام مبارک دین نورو ملکونو ته وسعت پیداکړ؛ نو د محبسونو ضرورت هم پیداشو.
عمر(رض) په مکه شریفه کې یو کور جوړکړ او دا کور يې د صفوان بن امیه څخه په «۴۰۰» درهم واخیست او د زندان لپاره یې خاص کړ او په نورو ښارونو کې زندانونه هم جوړکړل. لمړی محبس په اسلام کې حضرت علی(رض)په کوفه او په فارس کې جوړ کړ او هغه ځای يې د نافع په نامه ونوماوه، بل ځای د خټو او خاورو څخه جوړ کړ، چې د محبس په نوم يې ونوماوه او د مسلمانانو په محبسونو یا زندانونوکې د حبس په موده کې یې بندیان په محبس کې کار ته تشویق کول، چې د دې لارې خپلو ماشومانو ته نفـــقه پیداکړي او د زندانیانو مصارف به د بیت المال څخه وه. د محبوسینو مادي تأمینات او روغیتايي خدمتونه د محبس د ادارې پر غاړه دي. محبوسینو ته په محبس کې د حبس د تیرولو قانون مطابق د روغتیايي قواعدو سره سم د استوګنې او معیشت شرایط برابریـږي او روغتیا د تأمین وړ وي خوارک کوي. امیدوارو ښځو، شیدې ورکونکو میندو او ماشومانو ته او ناروغانو ته د طبیب د نظر سره سم د او سیدنې او معیشت ښه شرایط برابریږي. له معیار سره سم زیات خواړه ورکول کېږي. د محبوسینو د اړتیا وړ مواد د پیرودلو لپاره په محبس کې هټۍ (کانټین) جوړ وي. د محبس اداره د عامې روغتیا وزارت د ادارو په همکارۍ په محبس کې روغتیايي او قانوني چاري سمبالوي. د محبس اداره بایدکوښښ وکړي، چې د هغه بندیان محبس ته داخلیږي، معلومات حاصل کړي، چې د نشهيي توکو په استعمال روږد نه وي او محبس ته د نشهيي موادو د داخلېدو په کلکه مخنیوی وکړي. په نـشهيي توکو روږدو کسانو ته لازمې لارې چارې ولـټـوي؛ خو لنډه دا چې محبسونه په دې خاطر منځ ته راغلي، چې مجرمین پکې د خپلو اعمالو په جزا ورسیږي او ټولنه د اصلاح او کامیابۍ په لور حرکت وکړي؛ خو باید ولیکو؛ چې د زندانونو عصري او انفرادي شکل په «۱۷۹۰» کال کې د امریکا د رئیس جمهور پرانکلین لهخوا د امریکا په «نیکا»او «وانیا» کې جوړ شو او په افغانستان کې لمړی محبس په بلخ کې په «۲۰۰۰»ق م کې جوړ شوي و.
مأخذونه:
1- قرآنکریم
2- حدیث نبوی
3- ابن تیمیه. احمد بن تقی الدین، مجموع الفتاو ی، دارالوفا: ج۳۵ص۴۶۲
4- ابن نجیم. زین الدین، البحرالرائق شرح کنزالدقائق، ناشر: دارالکتب العربیه الکبری، ج۶ص۳۰۸.
5- اندلسی. علی بن احمد، الاحکام فی اصول الاحکام، ج35.ص 398، دارلآفاق الجدیده: بیروت
6- بلازری. احمد بن يحی ، فــتــوح البلــدان /ص۴۶۳، ناشر دارالمکه الهلال: بروت
7- جماعه من علماءالهند. الفتاو ى الهندية، ج3، ص414، دارالفکر: بیروت.
8- دانش.دوکتور حفیظ الله، جزا شناسی، کال۱۳۸۸/ص۹۱
9- دعـدلې وزارت نشراتي ارګان، کال«۱۰» شماره مسلسل/۶۴، جوزای ۱۳۸۷، عدالت مجله۴۴ـ۴۵.
10- د عدلې وزارت. دجزائی اجراتو قانون ، ص/۲۵۶.
11- د عدلې وزارت. دعدلت مجله، کال ۱۳۸۷، شماره ي مسلسل، ۶۴، ص۴۹.
12- د عدلې وزارت. دمحبسونو او توقیف قانون، کال۱۳۸۴هـ / ص۶
13- مقـریزي. تقی الدين احمد بن علي، دویم ټوک / ص۱۸۷.