د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د رهبرۍ د تسلیت پيغام

ago_admin
Sat, Jul 06 2019 1:32 PM
logo

بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ

وَ بَشِّرِ الصَّابِرينَ أَلَّذينَ إِذا أَصابَتْهُمْ مُصيبَةٌ قالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَ إِنَّا إِلَيْهِ راجِعُونَ

په ډېره خواشینۍ سره خبر شوو، چې د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز د ځانګړې څارنوالۍ  پر دوو کارکوونکو هر یو: ښاغلی څارنوال عبدالقدیر او ښاغلی کریم الله باندې نن د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ ۱۵ سهار اووه بجې دندو ته د تګ پر مهال د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند کمپنۍ بازار کې حمله شوې، چې یو کس شهید او بل ټپي شوی دی.

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د لویې څارنوالۍ رهبري د دغه غموونکې پېښې په مناسبت د خدای بخښلي کورنۍ، خپلوانو  او درنو هېوادوالو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي. شهید ته د خدای له درباره د شهادت لوړې درجې، کورنۍ او خپلوانو ته یې د زره صبر او ټپي ته عاجله شفا غواړي.

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي یو ځل بیا ټینګار کوي، چې ورته ناوړه پېښې به د قانون واکمنۍ او د عدالت د تأمین په برخه کې د لویې څارنوالۍ په کلکه او غښتلې اراده کې کوم بدلون رانه ولي. د لویې څارنوالۍ کارکوونکي په هر ډول شرایطو کې په قوي هوډ او ژمنه د درنو هېوادوالو خدمت ته چمتو دي.

د لویې څارنوالۍ رهبرۍ د ورته شریعت او انسانیت خلاف پېښو د غندنې ترڅنګ د یادې پېښې د جدي څېړنې په موخه له امنیتي او کشفي ادارو سره په ګډه پلاوی ټاکلی، ترڅو د دغې قضیې عاملین وپېژني او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

په درناوي

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ رهبري

۱۳۹۸ کال د چنګاښ پنځلسمه کابل- افغانستان

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS