د لویې څارنوالۍ د عالي شورا ناسته وشوه

ago_admin
Sun, Jul 07 2019 10:04 PM
shoray ali

دا ناسته د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي په مشرۍ د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ پر ۱۶ وشوه.

د ناستې په پیل کې د سترې محکمې د عالي مقام د ۱۳۹۷/۱۲/۴ نېټې د ۹۸۳ ګڼې فرمان د بیا کتنې په اړه، چې مواصلت یې د بورډ د سلاکارانو له خوا شوی و، بحث وشو.

عالي شورا پرېکړه وکړه، چې د لویې څارنوالۍ د تحقیق چارو د مرستیال په مشرۍ او د سلاکارانو د بورډ، تدقیق او مطالعاتو او تحریراتو او دارالانشأ رئیسانو په غړیتوب دې یوه کمېټه وټاکل شي، تر څو په دې برخه کې څرګندې لارښوونې ترتیب او د لویې څارنوالۍ د عالي شورا راتلونکې ناستې ته یې وړاندې کړي.

د عالي شورا د ناستې په بله برخه کې، د جزا کود د ۸۳ او له نشه یي توکو سره د مبارزې قانون د ۵۹ مادې تر منځ د تناقض په اړه، چې مواصلت یې د ااستهدااتو کمېټې له خوا شوی، بحث وشو.

عالي شورا پرېکړه وکړه، چې د ااستهدااتو کمېټه دې یاده موضوع د تدقیق او مطالعاتو رئیس په همکارۍ او د لوی څارنوال د تحقیق چارو مرستیال د نظر په اخېستو تدقیق کړي او ځانګړی وړاندیز دې یې په راتلونکې ناسته کې وړاندې کړي.

په ورته مهال کې د دولتي املاکو د غصب قضیو د څېړنې او نظارت څارنوالۍ د واک د تفویض او د اداري فساد جرمونو د قضیو څېړنه کې د وظیفوي لاس وهنې د مخنیوي په اړه هم بحث وشو.

د لویې څارنوالۍ عالي شورا د ااستهدااتو کمېټې نظر په ځانګړې توګه د کورني او بهرني امنیت پر ضد جرمونو سره د مبارزې اړوند برخو کې د تائید وړ وباله او د بشري سرچینو ریاست ته یې دنده وسپارله، ترڅو د اداري فساد جرمونو د څېړنې او مستندولو عمومي ریاست، د دندو د لایحې په اړه لازم اجراات وکړي او راپور یې راتلونکې ناستې ته وړاندې کړي.

د ناستې په بله برخه کې، د کورني تفتیش څارنوالۍ د وړاندیز په اړه بحث وشو. دا قضیه د جمال الدین د زوی شامحمد د ناقانونه ازادېدو په اړه ده، چې په وژنه او له هېواد سره د خیانت په تور په ۱۷ کاله تنفیذي بند محکوم شوی دی.

د لویې څارنوالۍ عالي شورا هدایت ورکړ، چې یاده قضیه دې د کورني او بهرني امنیت څارنوالۍ د عمومي رئیس د نظر په اخېستو او د تحقیق او نظارت څارنوالۍ، د احکامو د تنفیذ او تفتیش څارنوالۍ ریاستونو د پلاوي په همکارۍ په پوره ځیرکۍ وڅېړل شي او راپور دې یې په راتلوونکي ناسته کې وړاندې کړي.

د ناستې په بله برخه کې، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د عالي مقام د تقنیني فرمان، چې د لویې څارنوالۍ د واک او تشکیل قانون د ۱۲ مادې د تعدیل په اړه دی، بحث وشو.

د لویې څارنوالۍ عالي شورا د ولایتي استیناف څارنوالیو د اجرااتو په برخه کې د ااستهدااتو کمېټې نظر د تائید وړ وباله او د اداري فساد له جرمونو سره د مبارزې د ځانګړې څارنوالۍ ریاست د اجرااتو په برخه کې یې تجویز ورکړ، ترڅو د لویې څارنوالۍ د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې مرستیالي د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې د تمیز څارنوالۍ او ستره محکمه کې د اداري فساد جرمونو سره د مبارزې د جزایي څارنوالۍ له رئیسانو سره په ګډه ناسته وکړي او راپور یې په راتلونکې ناسته کې وړاندې کړي.

د ناستې په پای کې د لویې څارنوالۍ د عالۍ شورا له خوا، ۸۴ څارنوالانو ته د څارونکي کدري درجو د ورکړې تثبیت هم د تائید وړ وبلل شو.

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS