د هرات استیناف څارنوالۍ ۳۰۹۶ قضیې ثبت او څېړلې دي

ago_admin
Mon, Jul 15 2019 5:46 PM
logo

د هرات د استیناف څارنوالۍ په ۱۳۹۷ لمریز کال کې درې زره او ۹۶ قضیې ثبت کړې او څېړلې، چې له دې جملې څخه درې زره او ۷۴ د دعوې او اتهام نامې له ترتیب وروسته محکمو ته استول شوې او په اړه یې پرېکړې هم شوې دي.

دا قضیې د نشه یي توکو او وسلې د قاچاق، غلا، وژنې، د عامه امنیت پر وړاندې جرمونو، اداري فساد، ترافیکي او اخلاقي جرمونو، د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي، د ماشومانو د سرغړونو او د ولسوالیو په کچه د ځینو نور پېښو په اړه دي.

د یاد شمېر قضیو څخه ۵۰۷ قضیې د نشه یي توکو او وسلو د قاچاق، ۳۴۷ د غلا، ۹۱ د عامه امنیت پر وړاندې د جرمونو(دوکې، تزویر، رشوت، د القابو انتحال یا بدلون)، ۷۹ د جرح او وژنې(وهنې ټکونې او ټپي کولو)، ۲۳ د اداري فساد، ۷۶ د ترافیکي جرمونو، ۹۴ د اخلاقي جرمونو، ۴۸۶ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي، ۲۷۱ د ماشومانو د سرغړونو او ۵۷۷ په ولسوالیو کې د بېلابېلو جرمونو په اړه دي.

په راپور کې د راغلې شمېرې له مخې، ډېری قضیې د نشه یي توکو د قاچاق، غلا، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د ماشومانو د سرغړونو په برخه کې پېښې شوې دي.

په ورته مهال کې د ۱۳۹۸ کال له پیل څخه تر اوسه ۹۱۴ نورې قضیې هم ثبت شوې او څېړل شوې، چې ۲۳ د اداري فساد، ۱۴۸ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي، ۱۵۶ د نشه یي توکو او وسلې د قاچاق، ۷۶ د ترافیکي او داسې نورو جرمونو په اړه دي.