د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د رهبرۍ د تسلیت پيغام

ago_admin
نیمروز

بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ

وَ بَشِّرِ الصَّابِرينَ أَلَّذينَ إِذا أَصابَتْهُمْ مُصيبَةٌ قالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَ إِنَّا إِلَيْهِ راجِعُونَ

په ډېره خواشینۍ سره خبر شوو، چې د کورني او بهرني امنیت د جرمونو  پر وړاندې د قضايي تعقیب څارنوال مرحوم حکمت الله پرون  د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ ۳۱ په نیمروز کې په شهادت رسېدلی دی.

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د لویې څارنوالۍ رهبري د دغه غموونکې پېښې په مناسبت د خدای بخښلي کورنۍ، خپلوانو  او درنو هېوادوالو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي. شهید ته د خدای له درباره د شهادت لوړې درجې، کورنۍ او خپلوانو ته یې د زره صبر او ټپي ته عاجله شفا غواړي.

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي یو ځل بیا ټینګار کوي، چې ورته ناوړه پېښې به د قانون واکمنۍ او د عدالت د تأمین په برخه کې د لویې څارنوالۍ په کلکه او غښتلې اراده کې کوم بدلون رانه ولي. د لویې څارنوالۍ کارکوونکي په هر ډول شرایطو کې په قوي هوډ او ژمنه د درنو هېوادوالو خدمت ته چمتو دي.

د لویې څارنوالۍ رهبرۍ د ورته شریعت او انسانیت خلاف پېښو د غندنې ترڅنګ د یادې پېښې د جدي څېړنې په موخه له امنیتي او کشفي ادارو سره په ګډه پلاوی ټاکلی، ترڅو د دغې قضیې عاملین وپېژني او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

په درناوي

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ رهبري

۱۳۹۸ کال د زمري، لومړۍ  کابل- افغانستان