غور کې د طالبانو له بند څخه یو ازاد شوی کس په وژنه تورن دی

ago_admin
Wed, Jul 24 2019 1:38 PM
logo

د مؤظف پلاوي د څېړنې پر بنسټ، د نهو هغو کسانو له جملې څخه چې د غور پسابند ولسوالۍ کې د کمانډویي ځواکونو له خوا د طالبانو له بند څخه ازاد شوي، یو کس د بورجان نومي کس په وژنه تورن دی.

د غور استیناف څارنوالۍ یاده قضیه د څېړنې تر بشپړاوي وروسته د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ پر ۱۶ د حکم صادرولو په موخه د یاد ولایت د پسابند ولسوالۍ ابتدایي محکمې ته استولې ده.

یاد کس په ابتدايي څېړنو کې چې د غور د استیناف څارنوالۍ لخوا تر سره شوي پر خپل جرم اعتراف کړی دی. د تورن کس د څرګندونو پر بنسټ، یاده پېښه هغه وخت رامنځ ته کېږي چې سلیم شاه د نوموړي د مزد په نه ورکولو سربېره له خپل زوم بورجان او دوو نورو کسانو سره د تورن پر کور حمله کوي. دی زیاتوي، چې دا کار یې له خپل ځان، مال او ناموس څخه د دفاع په موخه ترسره کړی دی.

د څېړنو پر مهال، د قضیې مظنون د خپلې دعوې د اثبات لپاره مؤظف څارنوال ته کوم شواهد نه دي وړاندې کړي.

د قضیې مؤظف څارنوال، د دعوې او اتهام نامې له ترتیب او د اسنادو او شواهدو پر بنسټ د جرم د اثبات لپاره د دلیلونو له راوړو وروسته، د یاد ولایت د پسابند ولسوالۍ له ابتدایه محکمې څخه یاد تورن ته د جزا کود د ۱۳۷ او ۵۴۷ مادې دویمې فقرې له مخې د جزا غوښتنه کړې ده.