د جوزجان له زندان څخه د درېیو ښځو په ګډون ۱۱ بندیان ازاد شول

دا زندانیان د جمهوري ریاست د څلورمې ګڼې فرمان له مخې، چې د بندیانو د بخښنې او بند مودې کمونې په موخه صادر شوی و، د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ پر ۱۷ له بند څخه ازاد او د ۱۸ نورو د بند موده کمه شوه.
یاد بندیان د جوزجان د استیناف څارنوالۍ رئیس محمد نصیر حکیمي، د محبس او توقیفخونو عمومي مدیر محمد نبي متین، د ښځو چارو د رئیسې نجیبې فیض، له ازادۍ پر محرومو ځایونو د نظارت څارنوال او د ملي امنیت ریاست د استازي په حضور ازاد شول.
د جوزجان د استیناف څارنوالۍ رئیس بندیانو ته په اشارې سره وویل: «تاسو د خپلو سرغړونو له امله د قانون مطابق د بند دوره تېره کړې او اوس د جمهوري ریاست د فرمان پر بنسټ له تاسو څخه ځينې ازادیږي او د ځينو د بند په موده کې کموالی راغلی دی.» نوموړي همداراز له تاوتریخوالي پرته پر پاک ژوند ټينګار وکړ او ازادو شویو بندیانو ته یې وویل، چې هر یو له تاسو باید خپلې کورنۍ ته د نفقې برابرولو په موخه شرعي او قانوني شغل وټاکي.
په ورته مهال کې، ازادو شویو بندیانو د یاد ولایت د محبس عمومي مدیریت او استیناف څارنوالۍ له خدمتونو او سهولتونو، چې دوی ته یې برابر کړي و، خوښي څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ، چې خپل ژوند به له هر ډول تاوتریخوالي او ناقانونه کړنو ساتي.
د یادونې وړ ده، چې یاد بندیان پر بېلابېلو جرمونو لکه غلا، ترافیکي پېښو، ټپي کولو او د نشه یي توکو پر استعمال له یو کال تر پنځو کلونو په بند محکوم شوي و. هغه بندیان چې د بند موده یې دوه کاله وه او څه موده یې په بند کې تېره کړې وه ازاد او هغه چې د بند موده یې تر دوو کالو زیاته وه، د بند موده یې کمه شوه.