د ۲۳ کسانو په مظنونیت سره د نشه یي توکو د قاچاق ۳۷ قضیې له څېړنو وروسته محکمو ته واستول شوې

له نشه یي توکو سره د مبارزې د ځانګړې څارنوالۍ عمومي ریاست، د ۱۳۹۸ کال د زمري میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې د ۲۳ کسانو په مظنونیت سره د نشه یي توکو د قاچاق ۳۷ قضیې په لاس راوړې او څېړلې دي.
دغه ریاست د عدالت ټینګښت په موخه یادې قضیې د څېړنو تر بشپړاوي، د اتهام نامې له ترتیب او د جرمونو د اثبات لپاره د دلیلونو، شواهدو او اسنادو تر راوړو وروسته محکمو ته استولې دي.
د وړاندې شوي راپور پر بنسټ، د ۲۳ کسانو په مظنونیت سره ۳۷ قضیې ابتدایي محکمې ته او د وروستیو پرېکړو په موخه ۲۰ قضیې له نشه یي توکو سره د مبارزې ځانګړې استیناف محکمې ته همداراز ۱۱ نورې د سترې محکمې د عامه امنیت دیوان ته استول شوې دي.
په یادو قضیو سربېره، په دې وروستیو ورځو کې له نشه یي توکو سره د مبارزې د ځانګړې څارنوالۍ عمومي ریاست، د نشه یي توکو د قاچاق د ۲۲ قضیو د تشریح، تول او نمونو اخېستلو له بهیر څخه هم نظارت کړی دی.