د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د رهبرۍ د ډاډګیرنې پیغام
بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
وَ بَشِّرِ الصَّابِرينَ أَلَّذينَ إِذا أَصابَتْهُمْ مُصيبَةٌ قالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَ إِنَّا إِلَيْهِ راجِعُونَ
په ډېره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د ۱۳۹۸/۷/۱۲ د یکشنبې ورځ د غرمې وروسته د غور استیناف څارنوالۍ ریاست ښاري ابتدایه څارنوال ښاغلی څارنیار عبدالمومین نصرت له خپل ورور ښاغلي عبدالغني سره یو ځای کور ته د تګ پر مهال، فېروز کوه ښار ته په ۱۵ کیلو مترۍ کې د تروریستي حملې له امله په شهادت رسېدلي او له دوی سره دوه نور کسان هم په یاده پېښه کې ټپیان شوي دي.
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د لویې څارنوالۍ رهبري، د دغه دردوونکې او غموونکې پېښې په اړه د شهیدانو کورنۍ، خپلوانو او د هېواد شریفو او متدینو خلکو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي. خدای بخښلو ته د لوی خدای له دربار څخه مغفرت، کورنۍ او دوستانو ته یې جمیل صبر او د یادې پېښې ټپیانو ته د بیړنۍ روغتیا هیله کوي.
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي یو ځل بیا ټينګار کوي، چې دا ډول ظالمانه کړنې د عدالت د تأمین او د قانون د حاکمیت په برخه کې د دغې ادارې په پرېکنده اراده کې آن یو کوچینی خنډ هم نشي جوړولای. د لویې څارنوالۍ کارکوونکي، په هر ډول شرایطو کې په ټینګ عزم او هوډ سره د افغانستان د عزتمندو او شریفو خلکو خدمت ته چمتو دي.
د لویې څارنوالۍ رهبري د ورته انسانیت او شریعت خلافه حملو د غندنې تر څنګ، د یادې پېښې د جدي او قانوني څېړنې په موخه پلاوی ټاکلی، تر څو د یادې قضیې عاملین وپېژني او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
په درناوي
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د لویې څارنوالي رهبري
۱۳۹۸ کال د تلې ۲۱، کابل- افغانستان