د بدخشان استیناف څارنوالۍ د یوې ښځې په ګډون د دریو کسانو په مظنونیت سره د یو سرتېري د وژنې دوسیه محکمې ته واستوله

ago_admin
Mon, Oct 14 2019 10:39 AM
logo

د بدخشان فیض آباد ښار لومړۍ ناحیه کې د ۱۳۹۶ کال د تلې پر ۲۶ یو سرتېری چې د ثبت احوال نفوس آمریت کې مؤظف و، ووژل شو. له دې سره سم یاده  قضیه د عدلي څېړنو په موخه د یاد ولایت استیناف څارنوالۍ ته واستول شوه.

د مؤظف څارنوال د دعوې پر بنسټ، د قضیې مظنونې(ښځې) په ډاګه کړې، چې وژل شوی کس د شپې درې نیمې بجې د دې کوټې ته ورځي. له شور ماشور وروسته، د اغلې پلار او ماما له خوبه پاڅېږي او سرتېری تښتي. د قضیې دوه مظنونین هم د یادې ښځې ادعا تائیدوي. سرتېری(وژل شوی) له تېښتې وروسته د ثبت احوال نفوس آمریت ته د ننوتو په نیت پر دیوال اوړي. له دې سره سم د ډزو غږ اورېدل کېږي. له ډزو سره سم د لسم لورې ماموریت له خوا، درې پولیس د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره د پېښې ځای ته راځي او د ثبت احوال نفوس آمریت کې له مؤظف سرتېري څخه د موضوع پلټنه کوي. نوموړی یې په ځواب کې وایي، چې د همسایه کور کې شور ماشور شو؛ نو ستاسو د خبراوي په موخه می ډزې وکړې.

د یادو دریو پولیسو د خبرو پر بنسټ چې ځانونه یې د پېښې ځای ته رسولي و، د سرتېري(وژل شوي) تر څرګندونو وروسته بېرته د خپل ماموریت په خوا ګرځېدلي او سهار اووه بجې په خپله کوټه کې د سرباز له وژنې خبرېږي.

د بدخشان استیناف څارنوالۍ دا قضیه د څېړنو تر بشپړاوي وروسته، د ۱۳۹۸ کال د تلې پر ۱۱ د حکم په موخه د یاد ولایت ښاري ابتدایه محکمې ته استولې ده.

د قضیې مؤظف څارنوال، د څېړنو تر بشپړاوي، د اتهام نامې له ترتیب او د جرم د اثبات لپاره د اسنادو او شواهدو تر راوړنې وروسته له یادې محکمې غوښتي، چې د قضیې پر تورنو کسانو د جزا کود د ۵۸مادې او د ۵۴۷ او ۴۷۵ مادو د دویمو فقرو حکمونه تطبیق کړي.