درې کسان د ۱۸ میلیونو افغانیو رشوت اخېستنې په تور محاکمه شول

ago_admin
Tue, Oct 29 2019 11:16 AM
عدلی و قضایی

د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز استیناف محکمې، د یادې قضیې اړوند درې کسان هر یو میراخان د ګل اوراق زوی، سلیمان د غلام سخي او زمری د شیرین دل زوی، د ۱۳۹۸ کال د لړم پر شپږمه محاکمه کړل.

د لوګر ولایت د کدستر مامور، د یو خصوصي شرکت رئیس او بل د جایدادونو د پېر او پلور مسؤول د یادې قضیې عاملین دي، چې د کشفي بنسټونو له خوا، د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ پر ۱۵ باالفعل ونیول شول او دوسیه یې د عدالت ټینګښت او څېړنو په موخه څارنوالۍ ته واستول شوه.

د قضیې د مؤظف څارنوال د دعوې پر بنسټ، یادو کسانو د یو زر او ۸۰۰ جریبه ځمکې د راګرځولو او د محمد آغې ولسوالۍ اوسېدونکي دولت خان د حسین خان زوی ته د سپارلو په بدل کې له نوموړي څخه چې د یادې ځمکې وارث بلل کېږي، د هر جریب په بدل کې لس زره افغانۍ چې ټولې ۱۸ میلیونه کېږي، د رشوت په توګه غوښتې دي.

د عدلي او قضايي مرکز د استیناف محکمې قضایي پلاوي، په خپله علني ناسته کې میراخان د یو میلیون رشوت اخېستنې په تور، د جزا کود د ۳۷۰ او ۳۷۵ مادې د دویمو فقرو، د ۳۷۱ مادې پنځمې فقرې او ۳۸۵ مادې لومړۍ فقرې له مخې، په شپږ کاله تنفیذي بند، له دندې پر انفصال او د یو میلیون رشوت برابر په نغدي جزا محکوم کړ.

همداراز په دغې قضیه کې سلیمان د ۱۸ میلیونه رشوت په ورکړه کې د منځګړیتوب په تور، د جزا کود د ۳۷۲ او ۳۸۵ مادې د لومړیو فقرو،  ۳۷۰ مادې څلورمې فقرې او ۳۷۳ مادې له مخې، پر اووه کاله تنفیذي بند او د رشوت برابر د ۱۸ میلیون افغانیو په ورکړه محکوم شو.

د دغې محاکمې قضایي ناستې، په دغه جرم کې د زمري د لاس لرلو د تور د اثبات لپاره مناسب دلیلونه نه دي ترلاسه کړي. له همدې امله یې نوموړی د جزا کود د پنځمې او د جزایي اجرااتو قانون د ۲۳۵ مادې له مخې بري الذمه وباله.

د یادونې وړ ده، چې له دغې قضایي ناستې وړاندې د روان کال د وږي پر ۳۱ د قضیې مؤظف څارنوال د څېړنو تر بشپړاوي، د صورت دعوې له ترتیب او د یاد جرم د اثبات لپاره د اسنادو او شواهدو تر راوړنې وروسته، د ابتدایي محکمې له قضایي ناستې غوښتې و، چې دغو کسانو ته د جزا کود د ۳۷۰، ۳۸۵، ۳۷۲، ۳۷۳، ۳۷۱ او ۸۵ مادې له مخې جزا ورکړي.

د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز د ابدایه محکمې قضایي پلاوي، د مؤظف څارنوال د دعوې او د تورنو کسانو د دفاعیو په پام کې لرلو سره، میراخان د یو میلیون رشوت اخېستنې په تور، په شپږ کاله تنفیذي بند، له دندې پر انفصال او د یو میلیون رشوت برابر په نغدي جزا او سلیمان یې د ۱۸ میلیون رشوت په ورکړه کې د منځګړیتوب په تور، پر اووه کاله تنفیذي بند او د رشوت برابر د ۱۸ میلیونه افغانیو په ورکړه محکوم کړی و. همداراز  په رشوت اخېستنه کې د زمري د لاس لرلو تور د اثبات لپاره د مناسبو دلیلونو د نشتون له امله نوموړی بري الذمه ګڼلی شوی و.

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS