غور استیناف څارنوالۍ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالۍ د مخنیوي ۱۶ ورځنی کمپاین پیل کړ

ago_admin
Wed, Nov 13 2019 8:48 AM
ghor

غور استیناف څارنوالۍ د حقونو د پراختیا نړیوال سازمان (IDLP) په مالي مرسته، د ۱۳۹۸ کال د لړم پر اتمه «د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په موخه عامه پوهاوی» په نوم ۱۶ ورځنی کمپاین پیل کړ.

د دغه ۱۶ ورځني کمپاین د پيل په پروګرام کې د ولایت مقام استازي، د ښځو چارو ریاست استازي، د تاوتریخوالي د مخنیوي څارنوالانو، د ولایت د جنډر څانګې مسؤولانو، د علماوو شورا، د ولایتي شورا غړو، د ښځو د حقونو او مدني ټولنې غړو او کشفي او امنیتي بنسټونو ګډون کړی و.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د ماشومانو د سرغړونو د مخنیوي د ځانګړې څارنوالۍ امرې لیلما ساحل، په دغه پروګرام کې د غور استیناف څارنوالۍ ریاست په استازيتوب وویل، چې هغه ښځې او ماشومان چې ورسره تاوتریخوالی کېږي، باید حقوقي او عدلي ملاتړ یې وشي. اغلې ساحل زیاته کړه: «کورنۍ تاوتریخوالی یو له عمده شاخصونو دی، چې پر کورني چاپېریال او ټولنه ناوړه اغېز کوي او له کار او کسب څخه د ښځو پر محرومیت سربېره انساني ټولنه له متوازن علمي، روحي، جسمي، رواني او اقتصادي پرمختګ څخه بې برخې کوي.»

ghor

د دې په خبره، د موضوع د اهمیت په درک کولو سره، د غور استیناف څارنوالۍ د روان کال د څو میاشتو په ترڅ کې له ښځو سره د تاوتریخوالي او د ماشومانو د سرغړونو اړوند ۱۵ قضیو ته رسیدګي کړې ده. اغلې لیلما ساحل همداراز زیاته کړه، چې د غور استیناف څارنوالي د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د ماشومانو د سرغړونو د مخنیوي په برخه کې جدي مبارزې ته ژمنه ده او د ورته قضیو له مرتکبینو سره به د هېواد د نافذه قوانینو له مخې پرېکنده او جدي چلند وکړي.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د ماشومانو د سرغړونو د مخنیوي د ځانګړې څارنوالۍ امرې لیلما ساحل، د غور ولایت د دولتي او نادولتي بنسټونو له مسؤولانو وغوښتل، چې له ټولو جرمونو په ځانګړې ډول له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي په مبارزه کې له غور استیناف څارنوالۍ سره مرسته وکړي.

په ورته مهال کې، د ولایت د مقام استازي نورمحمد نور د اسلام مقدس دین له نظره د ښځې پر مقام او منزلت خبرې وکړې او د هغې لومړنۍ ښځې یادونه یې وکړه، چې د خلفای راشیدونو په وخت کې ښارواله وه. نوموړي زیاته کړه، اوس هم زموږ ډېری هېوادوال د ښځو له حقونو بې خبره دي، چې دا بې خبري د کورني تاوتریخوالي لوی لامل بلل کېږي. ښاغلي نور همداراز وویل، چې لومړۍ باید خپل ځان کې بدلون راولو او کورنۍ تاوتریخوالۍ له منځه یوسو، څو له تاوتریخوالي پاکه ټولنه ولرو.