هرات کې د اکسس شرکت څلور کارکوونکي د اختلاس په تور محاکمه شول

ago_admin
Tue, Nov 19 2019 12:59 PM
herat

په دغې محاکمه کې، چې د ۱۳۹۸ کال  د لړم پر یوولسمه د هرات د عامه امنیت ابتدایي دیوان له خوا تر سره شوه، د یاد شرکت د پور ورکونې کارکوونکی سید امید د سید یوسف زوی، د شرکت مدیر شکیب شایان د ضیاالدین زوی، د پور ورکونې مدیر محمد امان نورستاني د محمد امین زوی او د خزاني مديره مرضیه فیضي محاکمه شول.

دا قضیه د هرات اکسس سهامي شرکت د رسمي شکایت پر بنسټ، د هرات استیناف څارنوالۍ ته رسېدلې ده. د هرات استیناف څارنوالۍ یې د څېړنې په ترڅ کې له ارشیف څخه د هغه پیسو د غلا اسناد هم په لاس راوړي، چې د یاد شرکت کارمند سید امید سادات د ۱۳۹۷ کال د کب پر پنځمه د همدغه شرکت د مشتریانو ۶۷۰ زره او ۸۱۵ افغانۍ له ځانه سره وړې دي.

د مؤظف څارنوال د دعوې پر بنسټ، په دغه قضیه کې د اختلاس او د اسنادو د سرقت په تور، د اکسس شرکت له څلورو کارکوونکو څخه څېړنې شوې او په پایله کې ثابته شوې، چې سید امید سادات او شکیب شایان له واک څخه په ناوړه ګټې اخېستنې د مشتریانو ۹۴۳ زره او ۳۳۴ افغانۍ غلا کړې دي. په دې تړاو په دنده کې د غفلت له امله، شکیب شایان د یاد شرکت خزانه دارې مرضیې ته د یاد شرکت د دوو مشتریانو قبالې تسلیم کړې او هغې پر لاسلیک کړی دی، همداراز محمد امان نورستاني چې د اسنادو د ساتنې مسؤولیت یې درلود، هم په خپله دنده کې غفلت کړی دی.

د قضیې مؤظف څارنوال، د څېړنو تر بشپړاوي، د صورت دعوې له ترتیب او د وظفه یي غفلت، غلا او اختلاس د تور سپیناوي لپاره د اسنادو او شواهدو تر راوړنې وروسته، د قضایي ناستې له پلاوي غوښتي، چې دوی ته د جزا کود د ۴۵۸، ۴۰۷، ۳۹۲ او ۷۳ مادې له مخې جزا ورکړي.

د عامه امنیت ابتدایي محکمې قضایي پلاوي، د قضیي د مؤظف څارنوال د صورت دعوې او د مدافع وکیل د دفاعیې په پام کې نیولو سره، سید امید سادات د اختلاس په تور، د قانون مطابق پر پنځو کالو او یوه میاشت تنفیذي بند او شکیب شایان، محمد امان نورستاني او مرضیه فیضي یې د اسنادو د سرقت او په دنده کې د غفلت له امله په یو کال او یوه میاشت تنفیذي بند محکوم کړل.

د یادودنې وړ ده، چې اکسس شرکت په افغانستان کې یو سهامي شرکت دی، چې کوچنیو او متوسطو سوداګرو ته په فیصدۍ سره د کمیشن اخېستلو او یا د معتبرو اسنادو او قبالو په ضمانت سره پور ورکوي. دا شرکت په افغانستان کې د خصوصي پانګې اچونې د ملاتړ ادارې(ایسا) له خوا، د ۱۳۹۶ کال د چنګاښ پر ۲۵ په ۱-۶۹۹۰۱ جواز نمبر سره ثبت شوی او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ته مالیه ورکوي.