بادغیس استیناف څارنوالۍ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ ونماځله

بادغیس استیناف څارنوالۍ دغه مراسم د حقونو د پراختیا نړیواله سازمان (IDLO) په همکارۍ، د نوامبر د ۲۵ (د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ) او ۱۶ ورځني کمپاین د پیل په موخه، د ۱۳۹۸ کال د لړم پر ۲۷ ترسره کړل.
په دغه پروګرام کې د ولایت مقام او ښځو چارو ریاست استازو، د تاوتریخوالي د مخنیوي څانګې څارنوالانو، د ولایت د جنډر څانګې، د علماوو شورا، د ولایتي شورا او مدني ټولنو غړو، د ښځو حقونو فعالانو او امنیتي او کشفي بنسټونو ګډون کړی و.
د بادغیس استیناف څارنوالۍ رئیس څارنیار احمد جان عزیزي په دغه پروګرام کې وویل: «د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي سره مبارزه او د تاوتریخوالي د قضیو جدي څېړنه د یاد ریاست بنسټیزه موخه ده.» نوموړي زیاته کړه، چې د باغیس استیاف څارنوالۍ ریاست د دې امر پر بنسټ د یاد ولایت د اوسېدوونکو پر وړاندې خپله دنده او مسؤولیت پېژني او د ورته قضیو د مجرمینو په عدلي تعقیب سره قانون او عدالت په ښه توګه تطبیق کړي.
د ښاغلي عزیزي په خبره، د هېواد په نافذه قوانینو په ځانګړې توګه مدني قانون او نورو نړیواله قوانینو کې د ښځو پر وړاندې هر ډول تاوتریخوالی او زورـ زیاتی منع شوی او په همدې موخه افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د ماشومانو د ځورونې د مخنیوي قانون تصویب او نافذ شوی دی.
نوموړي د خپلو خبرو په دوام سره په یاد ولایت کې د ښځو پر وړاندې د ۵۰ سلنه تاوتریخوالي د کمېدو یادونه هم وکړه او ټینګار یې وکړ، چې یاد ریاست د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د ماشومانو د ځورونې د مخینوي په برخه کې ژمن دی او د ورته قضیو له مجرمینو سره به د هېواد د نافذه قوانینو له مخې په پرېکنده او جدي توګه چلند وکړي.
په دغه پروګرام کې د ولایت مقام، ښځو چارو ریاست او مدني ټولنې استازو، د تاوتریخوالي او د دغې ناوړه پدیدې پر عواملو هر اړخېزې خبرې وکړې او د یوې سالمې ټولنې د جوړولو لپاره یې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي سره مبارزه یو جدي امر وباله.