هرات کې د ټولګټو ریاست پخوانۍ رئیس او درې کارکوونکي له واکه د ناوړه ګټې اخېستنې او اختلاس په تور محاکمه شول

ago_admin
Mon, Dec 09 2019 1:23 PM
herat

د هرات ولایت د عامه امنیت ابتدايي محکمې له خوا، د ۱۳۹۸ کال د لیندۍ پر لسمه د یاد ولایت د ټولګټو ریاست پخوانۍ رئیس حبیب الله د محمد حسین زوی، د ترازو عمومي مدیر ذبیح الله د محمد شریف زوی، د ترازو مامور غلام نبي د غلام علي زوی او د دغه ریاست اپراتور محاکمه شول.

د راپور له مخې، کشفي بنسټونو د ۱۳۹۴ کال د لیندۍ پر ۲۰، د شیدايي پوستې څلور مؤظف پولیس په داسې حال کې نیولي چې د بار وړونکو موټرو له چلوونکو او څښتنو به یې د زیات بار له امله رشوت اخېسته. دغو بنسټونو د دوی قضیه د څېړنو په موخه د یاد ولایت عسکري ابتدایه څارنوالۍ ته استولې ده.

له مضنونینو څخه د شوې څېړنې په ترڅ کې په ډاګه شوې، چې د دغه ولایت د ټولګټو ریاست کارکوونکي هم په دغه قضیه کې لاس لري. له همدې امله د ۱۳۹۶ کال د غبرګولي پر ۲۲ قضیه د لا څېړنو په موخه د هرات استیناف څارنوالۍ ته استول شوې ده.

د مؤظف څارنوال د دعوې پر بنسټ، د ټولګټو ریاست کارکوونکو باید د دروند وزنه وسایلو د مقرااتو له مخې، چې دولت ته یې زیان اړولی، دوه میلیونه او ۲۷۰ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي جریمه د دولت خزانې ته سپارلې وای، خو د یادې نغدي جریمې په نه سپارنه سربېره د ټولګټو ریاست پخواني رئیس حبیب الله له واکه په ناوړه ګټې اخېستنې او د ملکي خدمتونو د ذاتي چارو د مقررې خلاف، یو اجیر د ترازو د سرپرست په توګه ټاکلی دی.

د قضیې مؤظف څارنوال؛ د څېړنو تر بشپړاوي، د صورت دعوې له ترتیب او له واکه د ناوړه ګټې اخېستنې او اختلاس جرم د سپیناوي لپاره د اسنادو او شواهدو تر راوړنې وروسته، د قضایي ناستې له پلاوي غوښتي چې دوی ته د جزا کود د ۱۷ مادې په رعایتونې د جزا قانون د ۲۷۰، ۲۷۳ او ۲۸۵ مادې له مخې سزا ورکړي.

د هرات ولایت د عامه امنیت ابتدایي محکمې قضایي پلاوي، غلام نبي له واکه د ناوړه ګټې اخېستنې په تور، د جزا کود د ۱۷ او د جزا قانون د ۲۸۵ مادې له مخې په ۱۲ زره افغانیو نغدي سزا، عبدالحکیم او ذبیح الله یې د دوو میلیونو او ۱۹۱ زره او ۹۴۰ افغانیو د اختلاس په تور، د جزا کود د ۱۷ او د جزا قانون د ۲۷۰ مادې له مخې پر یوـ یو کال او یوه میاشت او حبیب الله یې له واکه د ناوړه ګټې اخېستنې په تور پر شپږو میاشتو تنفیذي بند محکوم کړ.

همداراز د دغې محکمې قضایي پلاوي، د دوو میلیونو او ۱۹۱ زره او ۹۴۰ اختلاس شوو افغانیو په اړه په تضمیني ډول حکم ورکړی دی.