جوزجان استیناف څارنوالۍ د یو کس د جعل او تزویر دوسیه محکمې ته واستوله

جوزجان استیناف څارنوالۍ د یو مظنون د جعل او تزویر دوسیه د څېړنو تر بشپړاوي وروسته د ۱۳۹۸ کال د لیندۍ پر نهمه، د یاد ولایت ښاري ابتدایه محکمې ته واستوله. دا قضیه د یاد ولایت د والي د تزویر شوي لاسلیک په اړه ده.
دا قضیه د عدالت د تأمین او څېړنو په موخه د جوزجان امنیې قوماندانۍ د اقتصادي جرمونو د کشف او له جنايي جرمونو سره د مبارزې امریت له خوا، د ۱۳۹۸ کال د لیندۍ پر شپږمه د یاد ولایت استیناف څارنوالۍ ته استول شوې ده.
د مؤظف څارنوال د دعوې پر بنسټ، د قضیې مظنون د ولایت د دفتر ریاست له خوا، په داسې حال کې پېژندل کېږي چې د والي په تزویري لاسلیک سره یې د ۱۵ زره افغانیو د ترلاسه کولو لپاره د حواله جاتو مدیریت ته مراجعه کړې وه. یاد تورن د څېړنو پر مهال پر خپل لیک او لاسلیک اعتراف کړی او زیاتوي، چې دا جرم یې د اقتصادي ستونزو او د خپل ورور د سوري شوي زړه د تداوۍ لپاره تر سره کاوه.
د قضیې مؤظف څارنوال، د څېړنو تر بشپړاوي، د اتهام نامې له ترتیب او د جرم سپیناوي لپاره د اسنادو او شواهدو تر راوړنې وروسته، د جوزجان له ښاري ابتدایي محکمې غوښتي، چې تورن ته د جزا کود د ۴۳۷ مادې دویمې فقرې له مخې سزا ورکړي.