بادغیس استیناف څارنوالۍ په ۱۳۹۸ لمریز کال کې ۲۲۳ قضیې څېړلې دي

بادغیس استیناف څارنوالۍ په ۱۳۹۸ لمریز کال کې ۲۲۳ قضیې ثبت کړې او څېړلې دي، چې له دې جملې څخه ۱۸۴ قضیې د اتهام نامو او صورت دعوو له ترتیب وروسته ابتدايي محکمو ته استول شوې او په اړه یې پرېکړې هم شوې دي، ۱۰۱ قضیه استیناف محکمو ته استول شوې او د ۴۴ نورو قضیو محاکماتي پړاوونه بشپړ شوي دي. همداراز درې قضیې تر کار لاندې او ۳۶ نورې د مناسبو دلیلونو د نشتون له امله حفظ شوې دي.
د وړاندې شوې شمېرې پر بنسټ، ۱۳ قضیې د وژنې، ۳۵ د غلا، ۱۶ د اخلاقي جرمونو، ۳۵ د نشه یي توکو، ۱۲ د ترافیکي پېښو، ۱۴ د مالي او اداري جرمونو، ۴۸ د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ۶۰ نورې د بېلابېلو جرمونو په اړه دي.
یاد ریاست د دغو قضیو د څېړنې او نغدي جزا په پایله کې څلور میلیونه، ۹۷۱ زره او ۳۱۰ افغانۍ په لاس راوړې او د دولت خزانې ته یې سپارلې دي.
بادغیس استیناف څارنوالۍ په خپل راپور کې راوړي، چې د یوې ښځې په ګډون ۶۳ محبوسین د جمهوري ریاست د بښنې او بند مودې کمونې له فرمانونو برخمن شوي او له دې جملې ۲۲ تنه له بند څخه ازاد شوي دي.
د یاد ریاست له ټولې بودیجې څخه چې ورته ځانګړې شوې، ۳۲۷ زره او ۲۰ افغانۍ د استیناف څارنوالۍ ریاست او ابتدایه څارنوالیو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره او ۱۶۵ زره او ۶۵۰ افغانۍ د یاد ریاست د ارشیف په جوړولو لګول شوې دي.
دغه ریاست د خپلو ۵۰ مسلکي او اداري کارکوونکو د ظرفیت لوړنې په موخه، په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د IDLO او CRDSA موسسې په همکارۍ بېلابېل روزنیز پروګرامونه جوړ کړي دي. همداراز د عامه پوهاوي، له اداري فساد سره د اغېزناکې مبارزې، قانون واکمنۍ او د عدالت د تأمین په موخه یې له سیمه ئیزو، کشفي او قضایي بنسټونو سره هم د همغږۍ ناستې کړې دي.