د لویې څارنوالۍ د ملکي کارکوونکو د اطلاعاتو د ثبت او بایومتریک بهیر پیل شو

ago_admin
Tue, Dec 31 2019 3:17 PM
HRMIS

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د بشري سرچینو مدیریت د اطلاعاتو سیسټم(HRMIS) کې د ۱۳۹۸ کال د مرغومي پر لسمه، د لویې څارنوالۍ د ملکي کارکوونکو د اطلاعاتو د ثبت او بایومتریک بهیر پیل شو.

په دغه پروګرام کې چې د لویې څارنوالي د مالي او اداري چارو مرستیالۍ د ناستو تالار کې جوړ شوی و، د لوېې څارنوالۍ د مالي او اداري چارو مرستیال وحیدالدین ارغون، د ملکي خدمتونو ادارې عمومي رئیس احمد مسعود توخي، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د بشري سرچینو مدیریت د معلوماتو رئیس زرغونې اسلمي او د لویې څارنوالۍ ځینو رئیسانو ګډون کړی و.

HRMIS

په مالي او اداري چارو کې د لوی څارنوال مرستیال وحیدالدین ارغون په دغه پروګرام کې د بشري سرچینو مدیریت د معلوماتو سیسټم پر پلي کېدو ټینګار وکړ او ویې ویل: «د یاد سیسټم پر پلي کولو سره کولای شو د هېواد په کچه د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د ارقامو په تړاو معلومات ترلاسه او همداراز د یاد سیسټم پر پلي کولو سره الکترونیکي حکومتولي هم پیاوړتیا مومي.»

ښاغلي ارغون د خپلو خبرو په دوام سره زیاته کړه، لویه څارنوالۍ کې د بایومتریک لړۍ لومړی له اداري برخو پیلږي او وروسته به مسلکي برخې هم راونغاړي. نوموړي د ښې ځواب وېینې لپاره د یاد سيسټم تطبیق مهم وباله او په خبره یې، د دې سیسټم پر تطبیق سره به د خیالي کارکوونکو د موجویت ادعاوې مشخصې شي او ترڅنګ به یې د دولتي ادارو د پالیسۍ جوړونې لپاره د معلوماتو ښه سرچینه ولرو.

له بلې خوا د ملکي خدمتونو ادارې عمومي رئیس احمد مسعود توخي په دغه پروګرام کې وویل، لویه څارنوالي د اداري اصلاحاتو په برخه کې د نورو ادارو په پرتله مخکښه او د کارکړلو ښه زمینه یې برابره کړې ده. د ښاغلي توخي په خبره، لویه څارنوالي د معلولینو د ګمارنې په برخه کې هم د دولتي ادارو په منځ کې یوه بېلګه ده.

ښاغلي توخي زیاته کړه: «د افغانستان اسلامي جمهوري دولت رهبري، د بشري سرچینو مدیریت د معلوماتو سیسټم(HRMIS) کلک ملاتړ کوي او موږ هم په دولتي ادارو کې د ستونزو حل ته ژمن یو.» د نوموړي په خبره، دا سیسټم په ټولو دولتي ادارو کې پلی کېږي او د پالیسي جوړونې او د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د هراړخیزه  او کره معلوماتو لپاره به یوه واحده مرجع وي. د هغه په خبره، دا سیسټم د دولت او د هېوادوالو ملکیت دی او تر ډېره هڅه شوې څو د خوندیتوب لپاره یې له سټنډرډ معیارونو کار واخېستل شي.

د پروګرام په پای کې د بایومتریک او د اطلاعاتو د ثبت رسمي بهیر د مالي او اداري چارو مرستیال، رئیسانو او د لویې څارنوالۍ د ځينو نور کارکوونکو په حضور پرانستل شو. تمه ده، څو ورځو کې د یادې ادارې ټول اداري کارکوونکي دغه سیسټم ته شامل شي.

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS