د ښځو او ماشومانو د ځورونې د مخنیوي قانون او جنډر په اړه د پوهاوي پروګرام جوړ شو

دا پروګرام د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د ښځو د ملاتړ ریاست، په پارلماني چارو کې د دولت وزارت کارکوونکو ته، د ۱۳۹۸ کال د سلواغې پر اوومه د یاد وزارت د غونډو تالار کې جوړ کړ.
په دغه دوه ورځني پروګرام کې به پارلماني چارو کې د دولت وزارت د بېلابېلو برخو ۵۰ کارکوونکو ته د ښځو او ماشومانو د ځورونې د مخنیوي قانون او جنډر په اړه معلومات ورکړل شي.
لویه څارنوالۍ کې د ښځو د ملاتړ ریاست د بشري حقونو او جنډر په اړه د پوهاوي امرې زرافشان شېرزۍ، د یاد وزارت کارکوونکو ته د جنډر او د ښځو د ځورونې د مخنیوي قانون په اړه پوهاوی ورکول او همغږي د یاد پروګرام موخه وبلله. د اغلې زرفشان په خبره، په دغه پروګرام کې به د ښځو او ماشومانو د ځورونې د مخنیوي قانون او د ځورونې برخه کې د دوی شکایتونو ته پر رسیدګۍ هراړخېز بحث وشي.
د شېرزۍ په خبره، د ښځو او ماشومانو د ځورونې د مخنیوي کمېسیون دندې او واکونه او د شکایت څېړنې مراجع هغه مهم موارد دي، چې په دغه پروګرام کې به یې په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل شي. هغې همداراز زیاته کړه، چې د هرې دولتي ادارې په غوښتنه دوی چمتو دي، څو د دوی خپله اداره کې د همغږۍ او همکارۍ ورته پروګرامونه جوړ کړي.