لویې څارنوالۍ په تېرو څلورو میاشتو کې د نشه یي توکو ۳۴۷ قضیې څېړلې دي

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ، د ۱۳۹۸ کال په وروستیو څلورو میاشتو کې له نشه یي توکو سره د مبارزې د ځانګړې څارنوالۍ له لارې، د نشه يي توکو ۳۴۷ قضیې ثبت کړې او څېړلې دي.
له یاد شمېر قضیو څخه د ۱۵۰ قضیو محاکماتي پړاوونه بشپړ شوي او په تړاو یې ۴۷۹ کسان توقیف شوي دي. د ۴۷۵ توقیف شوو کسانو له جملې څخه د څلورو ښځو په ګډون د عامه خدمتونو ۳۸ مؤظفین هم شامل دي.
د دغو قضیو په تړاو ۱۱۴۵،۲۸۲۸ کیلو ګرامه هروئین، ۸۶،۱۱۱ مت امفتامین، ۱۸۰،۲۶۲ کیلو ګرامه شیشه، ۴۶۴۳۵۲،۸۹ کیلو ګرامه چرس، ۳۸۹۳،۲۲۴ کیلو ګرامه تریاک، ۵۱۴،۳۴۴ کیلو ګرامه K ټابلېټ، ۵۴۶۸ لیتره الکولي مشروبات، ۱۱۵ موټر، ۵۱ میله بېلابېله وسله او ۵۱۹ مبایلونه ظبط شوي دي. په ورته وخت کې څلور میلیونه و ۶۹۳ زره او ۳۶۱ افغانۍ او ۱۹ زره او ۳۱۸ امریکایي ډالر هم په لاس راغلي او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.