د لوی څارنوال د دوشنبې لیدنې بیا پيلېږي

ago_admin
دیدار روز های دوشنبه

خبرتیا!

د لوی څارنوال د دوشنبې لیدنې بیا پيلېږي

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال له څلورو کالو راهیسې قضیو او د خلکو شکایتونو ته د رسېدنې په موخه هره دوشنبه له هېوادولو سره مخامخ ګوري. پر دې ورځ د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه هېوادوال د لوی څارنوال دفتر ته د خپلو ستونزو د شریکولو په موخه مراجعه کوي. لوی څارنوال د دوی د شکایتونو تر اورېدو وروسته، اړوندې مرجع ته سپارښتنه کوي، چې د هېوادوالو ستونزو ته د قانون پر اساس رسېدنه وشي.

دا بهیر د کرونا ویروس (COVID – 19) د خپرېدا او د هېوادوالو روغتیا ته د پاملرنې له کبله ځنډنی شوی و. لوی څارنوال اوس غواړي، چې د خلکو د ستونزو د حل په موخه یاد شوی بهیر یو ځل بیا پيل کړي.

ټاکل شوې ده، چې له لوی څارنوال سره د لیدنې بهیر د عامې روعتیا وزارت له سپارښتنو سره سم همدا اوونۍ د ۱۳۹۹ کال د وږي پر ۱۰ بیا پيل شي.

محترم هېوادوال تر دې وروسته کولای شي، چې روغتیايي سپارښتنو ته په پام، هر دوشنبه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له لوی څارنوال سره خپلې ستونزې مخامخ شرېکې کړي.