د ۱۰۰ زره افغانیو رشوت اخیستنې په تور د بادغیس د ګلخانې د کلي د شورا رئیس او محرر دوسیه محکمې ته واستول شوه

د ۱۰۰ زره افغانیو رشوت اخیستنې په تور د بادغیس د ګلخانې د کلي د شورا رئیس او محرر دوسیه محکمې ته واستول شوه
د بادغیس استیناف څارنوالۍ د دغه ولایت د استنیاف محکمې د محرر او ګلخانې کلي شورا رئیس دوسیه د ۱۰۰ زره افغانیو رشوت اخیستو په تور د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې پر لومړۍ د تحقیق تر بشپړېدو وروسته د یاد ولایت ابتداییه ښاري محکمې ته ولېږله.
د قضیې مظنونین د کشفي ارګانونو له خوا د بادغیس څارنوالۍ د پلاوي په شتون کې د ۱۳۹۹ لمریز کال د غبرګولي پر ۱۱ د رشوت اخیستو په وخت کې په بالفعل ډول نیول شوي او قضیه یې د تحقیقاتو او د عدالت د تأمین په موخه د دغه ولایت استیناف څارنوالۍ ته لېږل شوې ده.
د موظف څارنوال د صورت دعوا له مخې، مظنون محرر له دندې په ناوړه ګټې اخیستنې د کلیو د بیارغونې وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له مخې د یاد ولایت په ابکمرۍ ولسوالۍ کې د یوه اته صنفي ښوونځي د جوړېدو چارو درولې دي، تر څو د وکیل سعید د کلي شورا رئیس د ۱۰۰ زره افغانیو پر ورکړې مجبور کړي. وکیل سعید د کلي شورا رئیس په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې محرر له ښوونځي څخه د خپل سهم پر بنسټ، ۱۰۰ افغانۍ غوښتې دي او د یاد کلي د شورا رئیس موضوع له کشفي او امنیتي ادارو سره شریکه کړې ده. د قضیې اصلي مظنون د ګلخانې کلي د شورا رئیس سره چې د رشوت واسطه شوی دی، د رشوت اخیستو پر مهال د کشفي ادارو له خوا نیول شوی.
د قضیې موظف څارنوال د اسنادو او مدارکو پر بنسټ، د تحقیقاتو تر بشپړولو او د اتهامنامې تر ترتیبه وروسته د دغه ولایت د ښاري محکمې څخه د جزا کوډ د ۳۷۱ مادې څلورمې فقرې او د یاد کوډ د ۳۷۵ او ۳۸۳ مادو او د جزایي اجرااتو قانون د دویمې شمېرې ضمیمې د ۶۳ مادې د تطبیق غوښتنه کړې ده.