لویې څارنوالۍ په ۱۳۹۹ مالي کال کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۲۰۸۸ قضیې ثبت او څېړلې دي

ago_admin
Thu, Oct 01 2020 3:38 PM
jamshaid rasooly

د لويې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې وویل، چې دغې ادارې په ۱۳۹۹ مالي کال کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۲۰۸۸ قضیو ته رسیدګي کړې او دوسیې يې اړوندو محکمو ته استولې دي.

نوموړي دا خبرې نن د ۱۳۹۹ کال د تلې پر لسمه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې وکړې.

د لويې څارنوالۍ ویاند زیاته کړه: «د دغو قضیو له ډلې تر ټولو ډېرې قضیې په کابل کې ثبت شوې دي، چې ټولټال ۶۶۲ قضيې کېږي او ورپسې په بلخ کې ۲۵۶ قضيې، په هرات کې ۲۰۸، دایکندي کې ۱۱۹، فاریاب کې ۷۲، بامیانو کې ۶۹، په تخار کې ۶۷، په ننګرهار کې ۶۶ قضيې او پاتې نورې يې د هېواد په نورو ولایتونو کې ثبت شوې دي.»

نوموړي زیاته کړه، چې یادې شوې قضيې د وهلو ټکولو، د ښځو ځورونې، جنسي تېري، د زهري موادو استعمال، له میراث څخه بې برخې کولو، اجباري کار او ګڼو نورو برخو کې ثبت شوې، چې ډېرې موارد يې د وهلو ټکولو په برخه کې دي، چې شمېر يې نژدې ۱۱۰۰ قضیو ته رسېږي.

ښاغلي رسولي همداراز وویل: «لویه څارنوالي له ښځو سره د تاوتریخوالي د قضیو څېړل په خپلو کاري لومړیتوبونه کې لري او په دې برخه کې به هېڅ قضیه بې رسیدګۍ پاتې نه شي.»

نوموړي زیاته کړه، چې د یادو شویو قضیو ټول عاملین د اړوندو محاکمو له خوا په مجازاتو محکوم شوي دي.

ښاغلي رسولي په وروستیو کې د جنسي تېري د ځينو قضيو په تړاو چې رسنیزې شوې دي، هم وویل: «لویې څارنوالۍ په دې وروستیو کې په جوزجان کې پر یوې مېرمنې د جنسي تېري او بیا د مېرمني د قتل قضیه هم څېړلې، چې د دغې قضيې فاعل د محکمې له خوا په دېرش کاله بند محکوم شوی دی او په همداراز په کندهار کې پر یوه ماشوم د جنسي تېري د قضيې په تړاو اووه کسان نیول شوي او په دې اړه نور تحقیقات هم روان دي.»

ښاغلي رسولي په فاریاب کې هم د جنسي تېرې د قضيې په تړاو وویل، چې تورن کس د محکمې له خوا په ۲۰ کاله بند محکوم شوی او په کاپیسا ولایت کې هم د یوې جنسي تېري د قضيې عاملین نیول شوي او لویه څارنوالۍ په دې تړاو خپل تحقیقات پيل کړي دي.

نوموړي وویل، چې د پخوا په پرتله اوسمهال دغې ادارې ته د ښځو د تاوتریخوالي قضيې زیاتې راجع کېږي او دلیل يې هم په دغې ادارې کې د ښځینه څارنوالانو د شمېر زیاتوالی او پر دغې ادارې د مېرمنو باور بللی شو.

د لویې څارنوالي ویاند ټینګار وکړ، چې څلور کاله پخوا په اوو یا اتو ولایتونو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د مبارزې څارنوالیو فعالیت کاوه؛ خو اوس د استیناف تر کچې د هېواد ټولو ولایتونو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د مبارزې څارنوالۍ فعالیت کوي.

د یادونې وړ ده، لویې څارنوالۍ په وروستیو کې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د مبارزې څارنوالۍ فعالې کړې او د هېواد په ټولو ولایتونو کې ښځینه څارنوالانې په دغې برخه کې فعالیت کوي.

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS