د کابل ۱۰۱ آسمايي زون پخوانی اطرافي مرستیال په اته کالو تنفیذي حبس په مجازاتو محکوم شو
د کابل ۱۰۱ آسمايي زون پخوانی اطرافي مرستیال په اته کالو تنفیذي حبس په مجازاتو محکوم شو د کابل د ۱۰۱ اسمايي زون پخوانی اطرافي مرستیال مل پاسوال سلمان ابو شریف له وظیفوي واک څخه د ناوړه ګټه اخیستنې په تور د ۱۳۹۹ کال د تلې پر ۲۸ د اداري فساد درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز استیناف محکمې له خوا په مجازاتو محکوم شو. د مؤظف څارنوال د صورت دعوا پر اساس، سلمان ابو شریف له خپل واک څخه په استفادې د یوې اووه پوړیزې ودانۍ چې بې نقشې او د کابل د درېيمې ناحیې ښاروالۍ د ښاري پلان پر خلاف جوړه شوې وه، مخنیوی کوي. د قضيې مؤظف څارنوال د تحقیق او صورت دعوا له بشپړولو وروسته، نوموړی له وظیفوي واک څخه د ناوړه استفادې په تور سلمان ابو شریف ته، د ابتدايیه محکمې له قضايي پلاوي څخه د جزا کوډ د ۴۰۳ مادې پر اساس د مجازاتو غوښتنه کړې ده. د عدلي او قضايي مرکز د اداري فساد د درنو جرمونو د رسیدګۍ استیناف محکمې قضايي پلاوي په علني جسلې کې د تورن او مدافع وکیل د دفاعیې له اورېدو وروسته مل پاسوال سلمان ابو شریف له وظیفوي واک څخه د ناوړه استفادې په تور د جزا کوډ د ۴۰۷ او ۱۷ مادو پر اساس په اتو کالو تنفیذي حبس په مجازاتو محکوم کړ. هېره دې نه وه، چې سلمان ابو شریف تر دې مخکې د همدغه قضايي مرکز له ابتدااییه محکمې د ۱۳۹۹ لمریز کال د چنګاښ پر درېيمه برائت اخیستی و؛ خو د استیناف او تمیز د څارنوال د اعتراض له مخې د لا غور لپاره قضيه استیناف محکمې ته واستول شوه.
