په عامه او خصوصي ادارو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د مبارزې څارنوالۍ عمومي ریاست او د مېرمنو لپاره د عدالت مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک امضا شو

Anonymous (not verified)
Tue, Oct 27 2020 11:57 AM
ago

په عامه او خصوصي ادارو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د مبارزې څارنوالۍ عمومي ریاست او د مېرمنو لپاره د عدالت مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک امضا شو

د لویې څارنوالۍ په عامه او خصوصي ادارو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د مبارزې څارنوالۍ عمومي ریاست او د مېرمنو لپاره د عدالت مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک د ۱۳۹۹ کال د لړم پر پنځمه د تخنیکي همکارۍ په موخه لاسلیک شو.

د دې هوکړه لیک پر اساس، د مېرمنو لپاره د عدالت مؤسسه به د ځورونې د متضررینو بشري حقونو د نقض په اړه د حقیقت پلټنې او سیستماتیک تحقیق په برخه کې له څارنوالانو سره همکاري کوي. له خصوصي او دولتي شپږو پوهنتونو څخه د ځورونې په اړه د یادې شوې مؤسسې د معلوماتو شریکول، د تخنیکي همکارۍ په اړه مرسته، څارنوالانو ته له متضررینو سره د مرکې په برخه کې د روزنیزو پروګرامونو ترسراوی، له متضررینو سره وړیا حقوقي مساعدت، د عامه پوهاوي لپاره د کمپاین ترسراوی او د بنرونو او بلبوردونو چاپ او ځینې نور موارد به د مېرمنو لپاره د عدالت مؤسسې مسؤولیت وي.

ago

په دې هوکړه لیک کې راغلي، چې په عامه او خصوصي ادارو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د مبارزې څارنوالۍ عمومي ریاست به د اړتیا پر مهال قضیو ته د رسیدګي په صورت کې د یادې مؤسسې همکاري غواړي او همداراز به د څارنوالۍ په محوطه کې د مېرمنو لپاره د عدالت مؤسسې وکیلانو سره همکاري کوي. دا عمومي ریاست به د روزنیزو موادو، د پوسټرونو، بنرونو او بلبوردونو موادو او همداراز د پالیسي د تغییر او تحلیل په موخه په عامه او خصوصي ادارو کې د ځورونې قضیو کلنی شمېر له یادې شوې مؤسسې سره شریکوي.

په خصوصي او عامه ادارو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د مبارزې څارنوالۍ عمومي رئیسې څارنیار پروین رحیمي د دغه هوکړه لیک د امضا په مراسمو کې وویل، چې دا هوکړه د متضررینو قضیو ته ښه رسیدګي او له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون په برخه کې عامه پوهاوی زیات کړي.

د اغلې رحیمي په وینا، د دغه هوکړه لیک پر اساس به یاده مؤسسه په عامه او خصوصي ادارو کې د ځورونې متضررینو ته حقوقي مساعد برابروي او متضررینو ته به لازمې مشورې ورکوي. د نوموړې په وینا، دا ریاست ژمنتیا لري، چې د هوکړه لیک ټول مواد به عملي کوي.

له بلې خوا مېرمنو ته د عدالت مؤسسې رئيسه حمیرا رسولي وايي، چې دا مؤسسه به په خصوصي او عامه ادارو کې د ځورونې متضررینو ته حقوقي مساعد برابروي او همداراز به تخینکی همکاري هم کوي. د اغلې رسولي په وینا، په ټوله کې د دغې مؤسسې موخه د کاري چاپیریال خوندیتوب او متضررینو ته د عدالت تأمین دی.

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS