په فراه کې ۲۵ څارنوالانو ته د مسلکي زده کړو روزنیز پروګرام ترسره شو

ago_admin
Sun, Nov 08 2020 8:20 AM
فراه

په مرکز او ولایتونو کې څارنوالانو ته د مسلکي زده کړو د روزنیزو پروګرامونو په بهیر کې لویې څارنوالۍ په فراه کې ۲۵ څارنوالانو ته څلور ورځنی روزنیز پروګرام د ۱۳۹۹ لمریز کال د لړم پر ۱۵ جوړ کړ.

دا پروګرام د فراه استیناف څارنوالۍ رئیس احمد شاکر کریمي، د کورنیو او بهرنیو جرمونو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ رئیس سمیع الله روحي او د فراه عسکري څارنوالۍ رئیس محمدثابت تابان په حضور کې ترسره شو.

د دغه پروګرام د ترسراوي موخه د څارنوالانو د مسلکي اجرااتو او د حقوقي پوهې لوړاوی بلل شوی دی.

د فراه استنیاف څارنوالۍ رئیس ښاغلي کریمي وویل، چې د حقوقي روزنیزو پروګرامونو ترسراوی مهم دی. نوموړي څارنوالانو ته وویل چې له قضیو سره آګاهانه چلند او په ټولنه کې د عدالت د پايښت لپاره باید تل هلې ځلې وکړي.

د ښاغلي کریمي په وینا، د څارنوالانو مسلکي چلند د قانون په تطبیق او د عدالت په تأمین کې رغنده رول لوبولی شي.

دا په داسې حال کې ده، چې لویه څارنوالي د څارنوالانو د ظرفیت لوړاوي په موخه تل روزنیز پروګرامونه جوړ کړي او هڅه کوي، چې د څارنوالانو حقوقي پوهه لا زیاته شي.