د بادغیس استیناف څارنوالۍ ریاست  ۲۵ کارکوونکو ته د مسلکي زده کړو روزنیز پروګرام پای ته ورسېد

ago_admin
Sat, Nov 07 2020 8:42 AM
بادغیس

د بادغیس استیناف  څارنوالۍ ریاست د داخلي او خارجي او عسکري جرایمو پر ضد د مبارزې ۲۵ څارنوالانو ته د مسلکي زده کړو روزنیز پروګرام چې څلور ورځې مخکې پيل شوی و، د ۱۳۹۹ لمریز کال د لړم پر درېيمه پای ته  ورسېد.

دا پروګرام د استیناف څارنوالۍ سرپرست رئیس څارونکي معراج الدین سیفي، د کورني او بهرني جرمونو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ د رئیس محمدشاه زریاب او د بادغیس عسکري څارنوالۍ رئیس صبغت الله بهادري په ګډون ترسره شو.

د دغه پروګرام موخه د یاد شوي ریاست د څارنوالانو د مسلکي اجرااتو او حقوقي پوهې د کچې لوړاوی بلل شوی دی.

د استیناف څارنوالۍ ریاست سرپرست ښاغلي سیفي په دې پروګرام کې وویل، چې د حقوقی روزنیزو پروګرامونو ترسراوی د قوانینو د تطبیق او د ټولنیز عدالت د تأمین لپاره مهم دی. نوموړي څارنوالانو ته په اشارې سره وویل، چې له قضیو سره د مخامخېدو پر مهال باید آګاهانه عمل وکړي او په ټولنه کې د عدالت د پايښت په موخه، هر ډول کوښښ وکړي.

د دغه پروګرام په اوږدو کې د کورني او بهرني جرمونو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ رئیس ښاغلي زریاب وویل، چې له قانونه خبراوی د عدالت د تأمین سبب کېږي او د قانون د تطبیق او د عدالت د تأمین بهیر له پخوا لا غښتلی او ښه کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې لویه څارنوالي په مرکز او ولایتونو کې د څارنوالانو د ظرفیت لوړاوي په موخه پروګرامونه پیل کړي او تر څنګ يې د مسلکي زده کړو انستیتوت ایجاد کړی، چې د مشخص او اکاډمیک نصاب له مخې په مرکز او ولایتونو کې ښوونیز پروګرامونه دایروي.