د فراه د کار او ټولنیزو چارو ریاست د یوه کارکوونکي دوسیه محکمې ته واستول شوه

ago_admin
Mon, Nov 16 2020 10:15 AM
farah

د فراه د کار او ټولنیزو چارو ریاست د وړکتونونو عمومي مدیر چې له واک څخه په ناوړه استفادې تورن و، دوسیه يې د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې پر ۱۷ محکمې ته واستول شوه. د فراه استیناف څارنوالۍ د تورن په اړه د تحقیق له بشپړولو وروسته دا دوسیه د دغه ولایت ښاري ابتدايي محکمې ته استولې ده.

دا دوسیه د فراه لومړۍ ناحیې د وړکتون مدیریت بست ته د یوې مېرمنې تر کامیابېدو او بیا په ناقانونه توګه له منفک کېدو وروسته جوړه شوې او د فراه استیناف څارنوالۍ ته د لا زیاتو تحقیقاتو لپاره استول شوې ده.

د دې قضيې د مؤظف څارنوال له تحقیقاتو وروسته په ډاګه کېږي، چې متضرره مېرمنه د وړکتونونو د عمومي مدیر له خوا د فراه د ټولنیزو چارو وزارت د بشري سرچینو د مدیر او د دغه وزارت د پخواني رئیس په غوښتنه په ناقانونه توګه د فراه د لومړۍ ناحیې د وړکتون له مدیریت بست څخه منفکه کېږي.

د یاد ولایت د وړکتونونو عمومي مدیر په خپلو څرګندونو کې ویلي، د دې مېرمنې اساسي ستونزه زیاته غیرحاضري او د کاري تجربې د جعلي اسنادو وړاندې کول و؛ خو څارنوال وايي، چې تورن خپلو ادعاوو ته کوم سند نه دی وړاندې کړی.

د قضيې مؤظف څارنوال د تحقیق او صورت دعوی له جوړولو وروسته یاد کس له دندې په ناوړه ګټه اخیستې تورن بللی او پر ضد يې د الزام د درېیو دلایلو له مخې نوموړي ته له محکمې څخه د جزا کوډ د ۲۸۵ مادې پر اساس د مجازاتو غوښتنه کړې ده.