په ارزګان کې د کارکوونکو د ظرفیت لوړاوي پروګرام ترسره شو

په ارزګان کې د کارکوونکو د ظرفیت لوړاوي پروګرام ترسره شو
دا پروګرام د مسلکي زده کړو د انستیتیوت په همکارۍ د دغه ولایت د استیناف څارنوالۍ له خوا د سرپل د ملکي، له کورنیو او بهرنیو جرمونو سره د مبارزې او عسکري برخې ۲۵ څارنوالانو ته جوړ شوی و.
یاد شوی پروګرام د استیناف څارنوالۍ، د کورنيو او بهرنيو جرمونو پر ضد د مبارزې او د عسکرۍ څارنوالۍ د رئیسانو په حضور د ۱۳۹۹ لمریز کال د لړم پر ۱۲ پيل او څلور ورځې يې دوام وکړ.
په دغه پروګرام کې د جزايي دعوا د تحریک او ترتیب، د اتهامنامو، صورت دعوا، د محکمو پر پرېکړو اعتراض او د اشخاصو او اموالو پر ضد جرایمو اړه ګډونوالو ته روزنه ورکړل شوه.
د ارزگان استیناف څارنوالۍ ضیاءالرحمن په دې غونډه کې وویل، چې دا روزنیز پروګرام د څارنولانو د ظرفیت لوړولو لپاره ګټور دی او هېوادوالو ته د عدلي خدمتونو په وړاندې کولو کې مثبت رول لوبولی شي.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ تل د خپلو کارکوونکو د مسلکي ظرفیت پر لوړولو ټینګار کوي او باور لري، چې د کارکوونکو مسلکي ظرفیت له لوړولو سره قانون ښه پلی او عدالت ښه تأمین کېږي او همداراز په دې سره هېوادوالو ته ښه خدمات وړاندې کېدای شي.
په همدې موخه د دې ادارې رهبري هڅه کوي، چې د ورته روزنیزو پروګرامونو په ترسراوي سره د مرکز او ولایتونو د بېلابېلو برخو د کارکوونکو مسلکي ظرفیت لوړ کړي.
د یادونې وړ ده، چې د لویې څارنوالۍ د مسلکي زده کړو انستیتیوت په مرکز او ولایتونو کې د دې ادارې کارکوونکو ته هر کال نژدې ۱۰۰ روزنیز پروګرامونه دایروي.