د غور د اسیتناف څارنوالۍ ۲۵ کارکوونکو ته روزنیز پروګرام جوړ شو

Hussain_admin
Sat, Nov 28 2020 8:08 AM
ghour

د غور د اسیتناف څارنوالۍ ۲۵ کارکوونکو ته روزنیز پروګرام جوړ شو

 

د مرکز او ولایتونو څارنوالانو ته د روزنیزو پروګرامونو د دایرولو په بهیر کې دا ځل د غور اسیتناف څارنوالۍ ۲۵ کارکوونکو ته څلور ورځنی روزنیز پروګرام د ۱۳۹۹ لمریز کال د لړم پر ۱۲ جوړ شو.

د یاد شوي پروګرام د پرانیستې په مراسمو کې د دغه ولایت د اسیتناف څارنوالۍ سرپرست رئیس څارونکي قرار ابراهيمي، د کورني او بهرني جرمونو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ رئیس شاه محمد عشرت او د غور د عسکري څارنوالۍ رئیس هدایت الله اندړ ګډون کړی و.

د یاد شوي روزنیز پروګرام موخه د قانون د تطبیق او د عدالت ښه د تأمین په پار د قضیو د تحقیق په برخه کې د څارنوالانو د مسلکي ظرفیت لوړاوی بلل شوی دی.

په دغه پروګرام کې ګډونوالو ته د صورت دعوا، اتهامنامو، د محکمې پر پرېکړو د اعتراض او د اشخاصو او اموالو پر ضد د جرمونو په اړه روزنه ورکړل شوه.

د پروګرام په پرانیسته کې ښاغلي ابراهيمي وویل، د حقوقي روزنیزو پروګرامونو جوړول د قانون د تطبیق او د عدالت د تأمین په برخو کې له څارنوالانو سره مرسته کوي او په دې سره څارنوالان هېوادوالو ته غوره خدمات وړاندې کولای شي.

نوموړي څارنوالانو ته په اشارې سره زیاته کړه، چې مسلکي او قانوني چلن د عدالت د تأمینېدو سبب کېږي او له دې سره به د پخوا په پرتله قانون ښه حاکم او عدالت ښه تأمین شي.

دا په داسې حال کې ده، چې لویه څارنوالي هر کال له سلو زیات ورته روزنیز پروګرامونه دغې ادارې څارنوالانو او کارکوونکو د ظرفیت لوړاوي په موخه دایروي او خپلو اوږدمهالو موخو ته د رسېدو لپاره يې د مسلکي زده کړو انستیتیوت جوړ کړی او دا انستیتیوت د معین او اکاډمیک نصاب له مخې په مرکز او ولایتونو کې څارنوالانو ته روزنیز پروګرامونه ترسروي.