د سرپل د اسیتناف څارنوالۍ او مدني ټولنې د غرو ترمنځ د همغږۍ غونډه جوړه شوه

د سرپل د اسیتناف څارنوالۍ او مدني ټولنې د غرو ترمنځ د همغږۍ غونډه جوړه شوه
دا غونډه د سرپل د استیناف څارنوالۍ د رئیس، د دې څارنوالۍ د کارکوونکو او د مدني ټولنې د غړو ترمنځ د ۱۳۹۹ لمریز کال د لیندۍ پر لومړۍ جوړه شوه.
په دې ناسته کې د سرپل د استیناف څارنوالۍ رئیس سیدیحیی احمدیار وویل، مدني ټولنه د هېوادوالو رسا غږ دی او د ولس او حکومت ترمنځ د ارتباطي پُل په توګه کار کوي. د نوموړي په وینا، اوسمهال د مدني ټولنې ارزښت او اهمیت له هېچا پټ نه دی.
د ښاغلي احمدیار په وینا، مدني ټولنه د دولتي ادارو د کړنو د نظارت په برخه کې ګټور رول لوبوي. د اسیتناف څارنوالۍ د رئیس په وینا، له عدلي او قضايي ادارو سره د مدني ټولنې مرسته د عدالت او د خلکو د حقونو د تأمین سبب کېږي.
له بلې خوا، د سرپل د مدني ټولنې غړو د دغه ولایت د استیناف څارنوالۍ ریاست د کړنو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چې د پخوا په پرتله پر لویې څارنوالۍ د خلکو باور زیات شوی دی.
د مدني ټولنې غړو د همږۍ د غونډو پر جوړولو ټینګار وکړ او زیاته يې کړه، چې له څارنوالۍ سره به تر پخوا زیات همکار وي.