د کونړ استیناف څارنوالۍ په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۴۶۱ قضیې ثبت او څېړلې دي

Hussain_admin
Sat, Jan 02 2021 1:29 PM

د کونړ استیناف څارنوالۍ په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۴۶۱ قضیې ثبت او څېړلې دي

د کونړ استیناف څارنوالۍ ریاست په ۱۳۹۹ لمریز کال کې ۴۸ قضیې د وژنې، ۵۰ د غلا، ۵۵ د مخدره توکو، ۴۶ ترافیکي جرمونه، اووه اخلاقي جرمونه، ۹ مالي او اداري جرمونه، اته یې له ښځو سره د تاوتریخوالي او دوه سوه او ۳۸ نورې یې بیا د متفرقه جرمونو اړوند قضیې ثبت او څېړلې دي.

د یادو قضیو له ډلې بیا پر دوه سوه او ۲۶ قضیو ابتداییه محکمې او پر ۵۵ نورو استیناف محکمې حکم صادر شوی دی. همدارنګه ۷۶ قضیې د الزام د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ شوې او د ۹۳ نورو قضیو محاکماتي پړاونونه بشپړ شوي دي.

نوموړي څارنوالۍ د یادو ټولو قضیو له ډلې ۳۳ یې اړوندو مراجعو ته لېږلي او ۵۷ نورې یې تر کار لاندې دي.

دغو قضیو ته د رسیدګۍ او اجرااتو له مخې یو میلیون او دوه سوه و ۳۲ زره او ۱۰۰ افغانۍ نقدي جریمې د دولت بانکي حساب ته لېږل شوې دي. همدارنګه یو – یو میل تومانچه او کلاشینکوف، یو کیلو او ۶۰۰ ګرامه چرس، څلور ګرامه شیشه او یو سل او ۸ فوټه چهارتراش لرګي ضبط او مصادره شوي دي.

همدارنګه د کونړ استنیاف څارنوالۍ ریاست، په تېر مالي کال کې په وار وار د دغه ولایت له مرکزي محبس څخه لیدنه کړې او اړوندو مسؤولانو ته یې د بندیانو د معیشتي وضیعت د ښه والي په موخه اړین هدایت ورکړی دی. په همدې حال کې نوموړي ریاست، شپږ ځلې د یاد ولایت له کشفي امنیتي ادارو، د ولایت مقام او د ولایتي شورا له غړو سره د همکارۍ او همآهنګۍ غونډې کړې دي.

له بلې خوا نوموړي ریاست، د استیناف، عسکرۍ او د کورني او بهرني امنیت پر ضد ۲۵ څارنوالانو ته یې د ظرفیت لوړاوي بېلابېل پروګرامونه هم جوړ کړي دي.

همدارنګه نوموړي ریاست د ۱۳۹۹ لمریز کال د جمهوري ریاست د بښنې او بند مودې کمونې فرمانونه هم تطبیق کړې دي او ۸۰ بندیان ترې برخمن شوې، چې ۵۰ تنه یې د درییو محجوزانو په شمول له بنده ازاد شوي او د ۳۰ نورود بند موده کمه شوې ده.

یادې څارنوالۍ په ۱۳۹۹ مالي کال کې د ځانګړې شوې بودیجې ۹۹ سلنه لګولې ده.

د یادونې وړ ده، چې د کونړ استیناف څارنوالۍ ریاست د عدالت د تأمین او د خلکو د باور د ساتلو په موخه، په دوامداره توګه د ولایت په کچه د مدني ټولنو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او ولسونو سره ناستې کړې او د خپلو کړنو او اجرااتو راپور یې ورسره شریک کړی دی.