لغمان استیناف څارنوالۍ ۶۲۲ قضیې ثبت او څېړلې دي

Hussain_admin
Mon, Jan 04 2021 1:36 PM
laghman

لغمان استیناف څارنوالۍ ۶۲۲ قضیې ثبت او څېړلې دي

د لغمان استیناف څارنوالۍ ریاست په ۱۳۹۹ مالي کال کې ټولټال ۶۲۲ قضیې ثبت او څېړلې دي، چې له ډلې یې ۳۱ د وژنې، ۱۷۵ د غلا، ۹۰ د مخدره توکو، ۶۱ له ښځو سره د تاوتریخوالي او د ماشومانو د سرغړونې، ۵۳ ترافیکي جرمونه، ۵۲ د کورني او بهرني امنیت پر ضد جرمونو، ۲۲ مالي او اداري قضیې، ۱۲ اخلاقي جرایمو او ۱۲۶ نورې یې بیا متفرقه جرایمو قضيې دي.

دغه ریاست د یادو قضیو له ډلې درې سوه او ۸۰ قضيې ښاري محکمې ته د وروستۍ پرېکړې په موخه لېږلې او همدارنګه ۳۰۴ نورې قضیې يې استیناف محکمې ته د حکم د تطبیق په موخه استولې دي.

یادو قضیو ته د رسیدګۍ او اجرااتو له مخې یو زر او اته ګرامه هیروئین او ۱۲ زره او ۵۳۷ ګرامه چرس، ۴۱ زره نقدې افغانۍ، اته میله کلاشینکوفونه، ۳۵ میله تومانچې، یو میل پیکا، یو بم، ۱۵ مرمۍ، ۱۸ شاجورونه، یو میل چریي توپک، دوه موټره او دوې ریکشاوې او یو سل او ۸ جوړه چهارتراش لرګي د مصادرې وړ بلل شوې دي. همدارنگه اته سوه او ۲۷ زره او ۵۱۴ افغانۍ نقدي جریمه په قطعي توګه د دولت بانکي حساب ته تحویل شوې ده.

یاد شوي ریاست په تېر مالي کال کې په دوامداره توګه د ملي امنیت له نظارت خونې، د یاد ولایت د ماشومانو د اصلاح او تربیت له مرکز او محبس څخه نظارت کړی او د همکارۍ او همغږۍ په موخه یې هم د ولایت په کچه له کشفي او امنیتي ادارو سره ناستې کړې دي.

د لغمان استنیاف څارنوالۍ، دغه ریاست ته تخصیص شوې بودیجه هم په سمه او روښانه توګه مصرف کړې ده.