تخار اسیتناف څارنوالۍ په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۶۱۰ قضيې څېړلې دي

Hussain_admin
Tue, Jan 05 2021 2:39 PM
takhar

تخار اسیتناف څارنوالۍ په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۶۱۰ قضيې څېړلې دي

دا قضيې د تحقیقاتي مراحلو تر بشپړېدا او د شواهدو او اقامه دعوا تر ترتیب وروسته د دغه ولایت محکمو ته استول شوې دي.

په دې قضیو کې ۶۶ د قتل، ۹۲ د غلا، ۷۴ د اخلاقي جرایمو (جنسي تېری، لواط، زنا) ۶۷ مورده هم د نشه يي توکو جرمونو، ۲۳ مورد هم د اداري فساد، ۵۸ مورد ترافیکي جرمونه او ۱۰۴ مورده له ښځو سره د تاوتریخوالي او د ماشومانو د سرغړاوي قضيې دي.

د دغه ولایت د راپور پر اساس، په یاد شوي ولایت کې تر ټولو ډېرې قضيې له ښځو سره د تاوتریخوالي قضيې دي، چې د ۱۰۴ قضیو له ډلې ۵۱ يې ښځو د وهنې ټکونې، ۲۲ هم جنسي تېري او ۸ نورې هم د ښځو د قتل په تړاو ثبت شوې دي.

له دې ډلې ۵۶۰ قضيې ابتدايي محکمو او ۱۸۰ قضيې هم استیناف محکمو ته استول شوې دي او د ۱۱۸ قضیو محاکماتي دوران بشپړ شوی او تورن یې په نقدي جزا او حبس محکوم شوي دي.

دغو قضیو ته د رسیدګۍ له کبله، دوه میلیونه، ۵۳۷ زره او ۲۶۰ افغانۍ نقدي جزا تثبیت او د دولت خزانې ته تحویل شوې ده. همداراز ۶۱۵ ګرامه هیرویین، ۷٫۱۲ کیلوګرامه تریاک، ۱۳۴٫۹۸ کیلوګرامه چرس، ۱۷ کیلوګرامه شیشه، ۳ کیلوګرامه تابلېټ ک، ۶ میله وسله، ۵ موټره او یو موټرسایکل هم ضبط شوي دي.

دغه ریاست په ۱۳۹۹ لمریز کال کې له کشفي، محلي او قضايي بنسټونو او د دغه ولایت له ولسوالانو، د محکمو له رئيسانو او د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د ښې حکومتولۍ، د قانون د تطبیق، د عدالت د تأمین، له داري فساد سر د مبارزې او د ښې همغږۍ په موخه ګڼې غونډې کړې دي.