د کاپیسا استیناف څارنوالۍ ۴۴۴ قضیې ثبت او بررسي کړې دي

Hussain_admin
Tue, Jan 05 2021 3:57 PM
kapisa

 د کاپیسا استیناف څارنوالۍ ۴۴۴ قضیې ثبت او بررسي کړې دي

د کاپیسا استیناف څارنوالۍ ریاست په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۴۴۴ قضيې ثبت او بررسي کړې دي. د دغو قضیو له ډلې دوه سوه او ۷۳ د مجروحیت، قتل، غلا، د اموالو تخریب، مغلوبه جګړه، ترافیکي پېښې، وهنې ټکونې او د ځینو نورو جرمونو قضيې دي. همداراز ۱۱۷ موارده هم د عامومي امنیتي جرایمو، نشه يي توکو او د ځمکې د غضب قضيې دي او ۴۹ مورده يې له ښځو سره د تاوتریخوالي او د ماشومانو د سرغړاويو او پنځه نورې هم د اداري فساد د جرمونو قضيې دي.

دغه ریاست په ۱۳۹۹ لمریز کال کې له عدلي، قضايي او کشفي ارګانونو سره د ښې همغږۍ او همکارۍ په موخه ګڼې غونډې کړې دي. همداراز د ابتداییه څارنوالیو نظارت، د شکنجې د مخنیوي کمېټې ایجاد او د ملتوي قضیو بررسي هم په تېر کال کې د کاپيسا استیناف څارنوالۍ ریاست د اجرااتو یوه برخه وه.

بلخوا دې څارنوالۍ خپل ۳۰ مسلکي او اداري کارکوونکي د ظرفیت لوړاوي پروګرامونه ته معرفي کړي دي. د کاپيسا استیناف څارنوالۍ خپلو اړتیا ته په کتو تخصیص شوې بودیجه هم په بشپړه توګه لګولې ده.

په ورته وخت کې د کاپيسا استیناف څارنوالۍ د جمهوري ریاست عالي مقام د بښنې او تخفیف اته فرمانه تطبیق کړي چې ګڼ بندیان او محجوزان ترې مستفید شوي دي.