د خوست استیناف څارنوالۍ په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۵۱۴ قضيې څېړلې دي
د خوست استیناف څارنوالۍ په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۵۱۴ قضيې څېړلې دي
د دغو قضیو له شمېره ۴۵۸ قضيې د اتهامنامو او صورت دعوا تر ترتیب وروسته د دغه ولایت د استیناف څارنوالۍ له خوا محکمو ته استول شوې دي.
د دغو قضیو له ډلې ۴۵۸ قضيې ابتداییه محکمو، ۱۷۸ هم د استیناف محکمو پرېکړې په بر کې نیسي او د ۲۲۷ قضیو محاکماتي پړاوونه بشپړ شوي او تورن يې په حبس او نقدي جزا محکوم شوي دي.
په دغو قضیو کې ۴۰ قضيې د قتل، ۷۶ د غلا، ۹ د اخلاقي جرمونو، ۱۵۱ د نشه يي توکو، ۱۷ د ترافيکي جرمونو، ۲۳ د اداري فساد، ۴۵ هم له ښځو سره د تاوتریخوالي او د ماشومانو د سرغړاويو او ۱۵۳ هم د نورو بېلابېلو جرمونو قضيې دي.
په دغه ولایت کې تر ټولو ډېرې ثبت شوې قضيې د نشه يي توکو په تړاو دي، چې شمېر يې ۱۵۱ قضیو ته رسېږي.
د دغو قضیو د څېړلو په پایله کې ۳۶۵٫۴۸ کیلوګرامه چرس، ۸٫۱۴۱ کیلوګرامه تریاک، ۶۱۸ ګرامه شیشه، ۱۶۳ ګرامه هیرویین، ۵۵۵ لیتره الکولي مشروبات نیول شوي دي او همداراز ۹۶ میله وسله هم ضبط شوې ده.
یادو شویو قضیو ته د رسیدګۍ له کبله یو میلیون او ۹۴۱ زره افغانۍ د دولت حزانې ته تحویل شوې دي. د خوست استیناف څارنوالۍ خپلو اړتیا ته په کتو سره خپله ۹۸ سلنه بودیجه لګولې ده.
دغه ریاست په روان مالي کال کې هره میاشت د ماشومانو د روزنې د مرکز، د نظارت خونې او محبس د مدیریت لیدنه کړې او د بندیانو د قانوني ستونزو د هواري په موخه يې لازم اقدامات کړي دي. دغه ریاست د بندیانو د تربیت او اصلاح په موخه ګڼ اوږدمهال او لنډمهال ښوونیز پروګرامونه هم دایر کړي دي.