په پکتیکا کې له وظیفوي واک څخه د ناوړه استفادې په تور دوه کسان محاکمه شول

په پکتیکا کې له وظیفوي واک څخه د ناوړه استفادې په تور دوه کسان محاکمه شول
د پکتیکا استیناف څارنوالۍ، د ثبت احوال نفوس د حیاتي احصايې مدیر عبدالمنان او د دغه ولایت په مرکز کې د شهاب الدین ابتداییه ښوونځي د سرمعلم عبدالوکیل قضيه له وظیفوي واک څخه د ناوړه استفادې، تزویر، د رشوت وساطت او دوکې په تور د ۱۳۹۹ لمریز کال د لیندۍ پر ۱۲ د تحقیق تر بشپړولو وروسته د دغه ولایت ښاري ابتدايي محکمې ته واستوله.
د دې قضيې مظنونان د دغه ولایت د استیناف څارنوالۍ د پلاوي په حضور کې د کشفي بنسټونو له خوا د ۱۳۹۹ لمریز کال د چنګاښ پر ۲۰ ونیول شول او دوسیه يې د عدالت د تأمین په موخه د پکتیکا استیناف څارنوالۍ ته واستول شوه.
د موظف څارنوال د صورت دعوا پر اساس، عبدالمنان په خپلو اظهاراتو کې ویلي، چې له پنځو کالو راهیسې يې تزویري اسناد (شهادتنامې او هویت پېژندپاڼې) جوړولې. د نوموړي له وینا څخه جوتېږي، چې یاد کس د تزویري اسنادو په جوړولو کې یو حرفه يي کس دی.
د موظف څارنوال په وینا، د ثبت احوال نفوس د احصايې مدیر عبدالمنان لویانو ته د پېژندپاڼو د صدور صلاحیت نه درلوده؛ خو نوموړي له وظیفوي واک څخه په ناوړه استفادې سره په ناقانونه توګه پېژندپاڼې ترتیب او صادرې کړې دي. دا په داسې حال کې ده، چې د ولایت د احصايې له ریاسته د معلوماتو تر غوښتلو وروسته د عبدالمنان له خوا د صادر شوې پېژندپاڼې بې اساسه او تزویري پېژندل شوې دي.
موظف څارنوال د تحقیق له بشپړولو وروسته له وظیفوي واک څخه د ناوړه استفادې او تزویر په تور د پکتیکا ابتدايي ښاري محکمې له قضايي پلاوي څخه تورن ته د جزا کوډ د ۹۰۱، ۴۷۷، ۴۰۳، ۴۳۷، ۳۹۸، ۷۲۶، ۳۷۲، ۳۷۳، ۳۹۶، ۳۹۸، ۱۸۲، ۷۵ او ۵۸ مادو پر اساس د مجازاتو غوښتنه وکړه.
د پکتیکا ښاري ابتداييه محکمې قضايي پلاوي د ثبت احوال نفوس د حیاتي احصايې مدیر عبدالمنان د تزویر، له دندې څخه د ناوړه استفادې او دوکې په تور په اتو کالو او شپږو میاشتو تنفیذي حبس، له دندې پر انفصال او د سل زرو او ۷۲۶ افغانیو په سپارنې محکوم کړ.
همداراز دغې قضايي ناستې د شهاب الدین ښوونځي سرمعلم عبدالوکیل بري الذمه وباله.