د اساسي قانون ساتنه؛ مبارزې، سرښندنې او کلک هوډ ته ضرورت لري

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال څارنپوه محمدفرید حمیدي د افغانستان د اساسي قانون د تصویب د اوولسمې کلیزې په نمانځغونډه کې وویل، چې اساسي قانون د ازادۍ لپاره د کلنو مبارزې، سرښندنې او رنځونو د زغملو په پایله کې تصویب شوی دی.
دا غونډه چې نن د ۱۳۹۹ لمریز کال د مرغومي پر ۲۱ د لويې څارنوالۍ د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه، د لوی څارنوال مرستیالانو، د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون غړي محمدعارف حافظ، د لويې څارنوالۍ رئيسانو او د دغې ادارې ګڼو کارکوونکو ګډون کړی و.
د هېواد لوی څارنوال په دې غونډه کې وویل، چې د اساسي قانون د تصویب تر لويې جرګې مخکې د دغه قانون د تدقیق او تصوید کمېسیونونو د هېواد له ولسونو او مدني ټولنو سره د یاد شوي قانون پر هرې مادې بحثونه وکړل، چې په دې بحثونو کې د افغانستان د راتلونکي په تړاو د دوی د غوښتنو د شریکولو زمینه برابره شوې وه او تر دغو بحثونو وروسته د افغانستان اساسي قانون د هېوادوالو د نظریاتو پر اساس تصویب شو.
د ښاغلي حمیدي په وینا، اساسي قانون د ازادۍ لپاره د خلکو د کلونو د مبارزې، د رنځونو د زغملو او سرښندنو له برکته جوړ شوی دی. نوموړي زیاته کړه: «موږ هم په مادي او هم په معنوي لحاظ قربانۍ ورکړې دي او په همدې برکت یوه قانونمن او د خلکو پر ارادې ولاړ نظام ته رسېدلي یو.»
د هېواد د لوی څارنوال په باور، د هېواد اوسنی اساسي قانون تر نورو قوانینو زیات دوام کړی او پر اساس يې څو ځلې د قدرت سوله ییز لېږد چې د افغانانو هيله وه، شوی دی، حال دا چې پخوا به د رژیم له بدلېدو سره اساسي قانون هم بدلېده.
ښاغلي حمیدي د خپلو خبرو په دوام سره زیاته کړه، اساسي قانون، ازادي یو اصل ګڼلی او د همدې ځانګړتیا له مخې پرې په بحثونو کې نقد هم شوی دی. د نوموړي په وینا، په اساسي قانون کې د بیان، د احزابو د جوړولو، تګ راتګ، د ازادو رسنیو، لاریونونو او د عقیدې ازادي تظمین شوې ده. نوموړي زیاته کړه: «د اساسي قانون یوه بل مورد دا دی، چې له نېکه مرغه موږ په افغانستان کې هېڅ سیاسي بندي نه لرو.»
د لوی څارنوال په وینا، د عدلي او قضايي دستګاه خپلواکي د دغه قانون یوه بله مهمه ځانګړتیا ده. ښاغلی حمیدي باورمن دی، چې له خپلواکۍ پرته د عدالت تأمین ممکن نه دی، پر دې اساس عدالت د خپلواکۍ، بې پرېتوب او ناسیاسي والي له مخې تأمین کېدای شي. ښاغلي حمیدي وویل: «ښايي ځینې کسان چې محکوم علیه دي، ناوړه تبلیغات وکړي؛ خو ما هېڅکله عدالت د سیاسي نظریاتو او مقاماتو لپاره نه دی قرباني کړی.» د هېواد لوی څارنوال زیاته کړه، د اساسي قانون د تصویب اوونۍ ښه نمانځنه دا ده، چې اساسي قانون د لویې څارنوالۍ د ټولو غونډو بنسټ دی او د دې ادارې کارکوونکي له ټولو هغو فرصتونو چې لري یې، د قانون پر موادو بحث کوي. په همدې خاطر لویه څارنوالي د افغانستان په کچه د قانون د تمرین ځای دی او هره ورځ د لویې څارنوالۍ کارکوونکو ته د قوانینو په ځانګړي ډول د اساسي قانون نمانځنه بلل کېږي.
د لویې څارنوالۍ د قضايي تعقیب چارو مرستیال ډاکټر غلام حیدر علامه په دې غونډه کې وویل: «موږ هله د اساسي قانون پر ارزښت پوهېږو، چې د وېرې، تعصب، ورانۍ، جګړې او وحشت ورځې په یاد کړو.»
د ښاغلي علامه په خبره، د افغانستان اوسنی اساسي قانون، د افغانانو د ډېرو هیلو ضمانت کوي او پر خپل سرنوشت د هغوی حاکمیت، د دغه قانون یوه مهمه ځانګړنه ده. ښاغلي علامه زیاته کړه، دوه مهم ارزښتونه چې یو یې جمهوریت او بل یې اسلامیت دی، اساسي قانون رانغاړلي دي. نوموړي وویل: «د دغه قانون د هر ارمان او هیلې د رښتیاینې په پار، د هېواد شریف انسانان بندیان یا شهیدان شوي دي.»
د ښاغلي علامه په خبره، د اساسي قانون تصویب د افغانانو هیله وه، چې پوره شوه؛ خو که غفلت وشي، ښايي دا غوښتنې او هیلې له لاسه ووځي. نوموړي اساسي قانون په هېواد کې جدي اړتیا وبلله او دا یې له اوبو څښلو هم مهم وګاڼه.
له بلې خوا پر اساسي قانون د څار خپلواک کمېسیون غړي قضاوتیار محمدعارف حافظ، په دې غونډه کې له لویې څارنوالۍ مننه وکړه، چې هر کال د اساسي قانون د تصویب اوونۍ په شاندارو مراسمو نمانځي. د ښاغلي حافظ په خبره، اساسي قانون په تېرو اوولسو کلونو کې د افغانانو ټولیز تفکر وړاندې کړی او په هېڅ شرایطو کې باید پرې معامله ونه شي. نوموړي زیاته کړه: «د اساسي قانون د درېیمې مادې پر بنسټ، هېڅ حکم باید د اسلام د مقدساتو خلاف نه وي؛ نو له همدې کبله د شرع او قانون اصطلاح له یو بل سره تړلي دي او دا ښیي، چې موږ د قانون د تطبیق حقیقت د شرع د تطبیق او اسلام کې ګورو.»
د یادولو ده، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي هر کال د اساسي قانون د تصویب اوونۍ نمانځي.