په ۱۳۹۹ مالي کې د سرپل استیناف څارنوالۍ له خوا د ۲۳۴ قضیو څېړل
په ۱۳۹۹ مالي کې د سرپل استیناف څارنوالۍ له خوا د ۲۳۴ قضیو څېړل
سرپل استیناف څارنوالۍ ریاست دا قضيې د تحقیقاتي مراحلو تر بشپړولو او د تورنو پر وړاندې د صورت دعوا تر ترتیبولو وروسته اړوندو محکمو ته استولې دي.
په دغو قضیو کې ۲۷ مورده د قتل، ۳۲ د غلا، ۲۱ د اخلاقي جرمونو، ۳۱ د نشه يي توکو، ۷ د اداري فساد، ۱۶ د ترافیکي جرمونو، ۴۵ له ښځو سره د تاوتریخوالي او ۵۵ هم د نورو بېلابېلو جرمونو په تړاو دي.
د دغو قضیو له ډلې پر ۱۲۳ قضیو ابتداییه محکمې او پر ۱۳۸ استیناف محکمو پرېکړې کړې دي او همداراز د ۲۵ قضیو محاکماتي پړاوونه بشپړ شوي او ۶ قضیې هم د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ شوې دي.
یادو شویو قضیو ته د رسیدګۍ له کبله ۹۶۳ زره او ۴۹۵ افغانۍ نقدي جزا د دولت خزانې ته تحویل شوې دي. همداراز ۳ میله وسله، ۲ موټرې او یو موټرسایکل یادو شویو قضیو ته د رسیدګۍ په پایله کې ضبط شوې دي.
د سرپل استیناف څارنوالۍ ریاست له خپلې اختصاصي بودیجې څلور کاري دفترونه، یو پخلنځی او یو تشناب هم جوړ کړی او ګټه اخیستنې ته يې سپارلی دی. دغه ریاست د خپلې بودیجې ۹۹ سلنه لګولې ده.