میدان وردک استیناف څارنوالۍ ریاست ۱۲۲ قضیو ته رسیدګي کړې ده

Hussain_admin
Wed, Jan 13 2021 1:20 PM

میدان وردک استیناف څارنوالۍ ریاست ۱۲۲ قضیو ته رسیدګي کړې ده

دغه ریاست په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۱۲۲ جنايي قضیې ثبت او رسیدګي کړې دي، چې ۱۵ قضیې د قتل، ۱۹ د غلا، ۱۷ د قاچاق، ۱۷ د مالي او اداري جرمونه، ۱۱ له ښځو سره د تاوتریخوالي، ۷ ترافیکي جرمونه، یو اخلاقي جرم او ۳۴ نورې قضیې بیا د بېلابېلو نورو اړوندو جرمونو دي.

دې څارنوالۍ ۴۵ قضیې د اتهامنامو او صورت دعوا تر بشپړولو وروسته ابتداییه محکمې ته لېږلي او ۲۷ نورې یې بیا استیناف محکمې ته استولې دي. همدارنګه د ۳۸ قضیو محاکماتي پړاوونه بشپړ شوي او ۱۲ نورې قضیې د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ شوې دي.

د میدان وردک استیناف څارنوالۍ دغو قضیو ته د رسیدګۍ له اړخه توانېدلې دوه سوه او دوه زره افغانۍ نقدي جریمې د دولت خزانې ته ولېږي.

دغه ریاست په تېر مالي کال کې د همغږۍ او همکارۍ په موخه له عدلي او قضایي نهادونو، د ولایت مقام، مدني ټولنو، استازو او قومي مشرانو سره ناستې کړې دي او همدارنګه دغه ولایت کې یې له مرکزي محبس څخه هم لیدنې کړې او د محبوسانو د ستونزو د هوارۍ په موخه یې مسؤولانو ته لازم هدایات ورکړي دي.

د یادونې وړ ده، چې د میدان وردک مسلکي او اداري کارکوونکو په ۱۳۹۹ مالي کال کې د ظرفیت لوړونې بېلابېل پروګرامونه کې هم ګډون کړی دی.