پکتیا اسیتناف څارنوالۍ په ۳۲۹ قضيې ثبت او څېړلې دي

Hussain_admin
Wed, Jan 13 2021 2:46 PM

پکتیا اسیتناف څارنوالۍ په ۳۲۹ قضيې ثبت او څېړلې دي

د پکتیا استیناف څارنوالۍ په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۳۲۹ جنايي قضيې ثبت او څېړلې دي، چې له دې ډلې ۱۲۴ قضیې ابتدایه محکمو او ۹۰ قضیې اسیتناف محکمو ته لېږل شوې دي. د دغو قضیو له ډلې ۱۳۹ قضيې هم نهايي شوې، ۲۴ حفظ شوې او ۱۰۸ قضيې هم تر جلب او کشف لاندې دي، پر ۳۷ قضیو دا ریاست لا هم کار کوي او ۱۵ قضيې اړوندو مراجعو ته لېږل شوې دي.

د یادو شویو قضیو له شمېره ۵۷ قضيې د قتل، ۳۵

د غلا، ۳۴ د نشه يي توکو، ۴۶ له ښځو سره د تاوتریخوالي، ۲۳ له اداري فساد سره د مبارزې، ۲۰ د ترافیکي جرمونو، ۳۰ د اخلاقي جرمونو، ۱۱۱ قضيې هم د نورو بېلابېلو جرمونو په تړاو دي.

یادو شویو قضیو ته د رسیدګي له کبله دغه ریاست ۱۲ موټره، یو زنج موټرسایکل، ۱۰ کلانشینکوفه، ۲۳ تمانچې، ۴۷ چریه ییز توپکه، ۷ لاسي بمونه، یو راکټ، ۲ دوربینونه، یو زرو ۲۸۹ د پیکا مرمۍ، ۱۰۱ مرمۍ، ۷ شاجوره او ۴۶ مرمۍ، دوه کره بین توپکه، ۱۲۰ ام۱۶ مرمۍ، ۱۵ زره ۷۲۸ کیلوګرامه چرس او ۲ لیتره الکولي مشروبات ضبط کړي دي. همداراز دغه ریاست دوه میلیونه او ۵۲۸ زره ۶۴۳ افغانۍ نقدي جریمه د دغو قضیو د څېړلو په پایله کې د دولت خزانې ته تحویل کړې ده.

دغې څارنوالۍ په ۱۳۹۹ مالي کال کې د جمهور رئیس د بندیانو د بښنې او بند مودې د کمونې فرمانونه تطبیق کړي، چې له مخې یې ۶۶ کسان بښل شوي او د ۱۰۳ بندیانو د بند موده کمه شوې ده.

د پکتیا استیناف څارنوالۍ په تېر مالي کال کې خپل ۸۱ مسلکي او اداري کارکوونکي هم بېلابېلو روزنیزو پروګرامونه ته معرفي کړي دي.

له عدلي او قضايي بنسټونو، مدني ټولنې، د دغه ولایت له خلکو او قومي مشرانو سره د همغږۍ بېلابېلې غونډې یې هم کړې دي.