پروان استیناف څارنوالۍ په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۶۰۴ قضيې څېړلې دي

Hussain_admin
Thu, Jan 14 2021 11:43 AM

پروان استیناف څارنوالۍ په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۶۰۴ قضيې څېړلې دي

د پروان استیناف څارنوالۍ ریاست دا قضيې د تحقیقاتي مراحلو تر بشپړو او د تورنو پر وړاندې د اقامه دعوا تر ترتیبولو وروسته محکمو ته استولې دي.

د یادو شویو قضیو له ډلې ۵۰۰ قضيې ابتدایه او استیناف محکمو ته استول شوې، چې د ۱۲۰ قضیو محاکماتي مراحل بشپړ او تورن يې په نقدي جزا محکوم شوي دي.

په دغو قضیو کې ۱۰۸ قضيې د قتل، ۱۰۴ د غلا، ۱۰ د اخلاقي جرمونو، ۷۴ د نشه يي توکو، ۹ د اداري فساد، ۶۷ د ترافیکي جرمونو، ۷۲ له ښځو سره د تاوتریخوالي او ۱۶۰ هم د نورو بېلابېلو جرمونو په تړاو دي. په دغه ولایت کې تر ټولو ډېرې قضيې د قتل او غلا د جرایمو په تړاو ثبت شوې دي.

د یادو شویو قضیو له مجموعې پر ۲۵۴ قضیو کار روان دی چې د صورت دعوا تر ترتیب او د تحقیقاتو تر بشپړولو وروسته به محکمو ته واستول شي او ۱۳ قضيې هم د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ او ۳۷ نورې قضيې د کشفي مراحلو او اسنادو د بشپړولو لپاره اړوندو محکمو ته استول شوې دي.

د پروان استیناف څارنوالۍ په روان مالي کال کې د ۷۸۶ التوايي قضیو له شمېره ۵۰۰ قضيې څېړلې دي.

یادو شویو قضیو ته د رسیدګۍ له کبله، دغه ریاست دوه میلیونه او ۳۳۲ زره او ۲۵۳ افغانۍ نقدي جزا تثبیت کړې، چې له شمېره يې یو میلیون ۶۷۶ زره او ۴۸۶ افغانۍ په امانت ډول او ۶۵۵ زره او ۷۶۷ افغانۍ د دولت حساب ته تحویل کړې دي.

دغه ریاست په روان مالي کال کې د دغه ولایت د محبس، د ماشومانو د روزنې او نظارت خونې لیدنه هم کړې او د بندیانو د قانوني حقونو د هواري موخه يې لازم اقدامات کړي دي. دغه ریاست د بندیانو د اصلاح او روزنې په موخه ګڼ لنډمهالي او اوږدمهالي روزنیز او حرفه يي پروګرامونه هم جوړ کړي دي.

په ورته وخت کې د پروان اسیتناف څارنوالۍ ریاست په ۱۳۹۹ مالي کال کې خپل ۲۵ مسلکي او اداري کارکوونکي روزنیزو پروګرامونو ته معرفي کړي دي.

په روان مالي کال کې یاد شوي ریاست د دې څارنوالۍ د اداري ودانۍ د یوه دېوال چارې بشپړې کړې او همداراز د نوکریوالۍ یوه خونه او د څښاک اوبو یوه څاه يې هم ګټنې ته سپارلې ده.