د هرات ښاروال او د دغه ولایت د ښاروالۍ شپږ کارکوونکي په د ۷۵۰۰۰ امریکايي ډالرو د رشوت ورکولو په تور محکوم شول
د هرات ښاروال غلام حضرت مشفق، د انکشاف او مارکېټونو آمر خالد عمر، د ښاروالۍ د عوایدو آمر وحیدالله حقیار، د ودانیو د کنټرول مامور مسعود نظامي، د فني خدمتونو آمر سمیعالله رضایي، د لوایحو مدیر فرید احمد احمدي او د هرات ښاروالۍ د بشري سرچینو مدیر احسان احمد د دغې قضيې تورن دي.
دا اووه کسان د رشوت ورکولو په تور د څارنوال تر صورت دعوا وروسته د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ابتداییه محکمې له خوا د ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې پر شپږمه محاکمه شول.
د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې پولیسو ریاست څلور کیسیز پلاوی توضیف کړی و، چې په هرات ښاروالۍ کې د اداري فساد څرنګوالی وڅېړي. د موظف پلاوي تر راپور وروسته دا موضوع د اداري فساد لویو جرمونو ته د رسیدګۍ ابتداییه څارنوالۍ ریاست تر تحقیق لاندې راغله.
د موظف څارنوال د صورت دعوا پر اساس، یاد شوي تورن په ګډه د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې پولیسو ته ۷۵ زره امریکايي ډالر رشوت ورکاوه، چې د مخکې له مخکې اپراتیفي عملیاتو په پلانولو سره، د هرات د امینه قوماندنۍ په مېلمستون کې د دغه رشوت د ورکولو پر مهال د عدلي او قضايي مرکز څارنوالۍ د استازي او د کشفي او امنیتي ځواکونو په حضور کې لاس په لاس ونیول شول.
د قضيې موظف څارنوال د صورت دعوا تر ترتیبولو او د اسنادو له راټولولو وروسته د تورنو پر ضد له قضايي پلاوي د جزا کوډ د ۳۷۵ مادې د لومړۍ او دویمې فقرې او ۳۸۵، ۵۳۶ او ۳۸۴ مادو پر اساس د مجازاتو غوښتنه وکړه.
د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز قضايي پلاوي په علني ناسته کې د څارنوال د صورت دعوا او د مدافع وکیلانو د دفاعیې تر اورېدو وروسته ښاروال غلام حضرت مشفق د رشوت د ژمنې په تور او د هرات د انکشاف او مارکېټونو آمر خالد عمر د رشوت د وساطت په تور هر یو په پنځو کالو او یوې میاشتې تنفیذي حبس، له وظیفې پر انفصال او د تضامن په ډول د ۷۵ زره امریکايي ډالرو په سپارنې محکوم کړل.
د عوایدو آمر وحیدالله حقیار، د ودانیو د کنټرول مامور مسعود نظامي، د تخنیکي خدمونو آمر سمیع الله رضايي، د لوایحو مدیر احمد احمدي، د بشري سرچینو مدیر احسان احمد د رشوت د ژمنې په تور هر یو په درېیو کالو تنفیذي حبس، له دندې پر انفصال او د تضامن په توګه د ۷۵ زره امریکايي ډالرو په سپارنې محکوم شول.
همداراز د ښاروالۍ د ودانیو د کنټرول مامور مسعود نظامي هم، د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز له خوا د یادو شویو مجازاتو تر څنګ، په ۳۰ زره افغانیو نقدي جزا هم محکوم شو.
