خبرتیا!
د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې، د حساب ورکولو او روڼتیا د تأمین په موخه، د اداري فساد په لویو جرمونو د تورنو محاکمه د خلکو او رسنیو په حضور کې په ډاګیزه (علني) توګه ترسروي.
د تېرو قضايي غونډو په لړ کې، ټاکل شوې سبا سه شنبه د ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې پر ۲۱، سهار ۸:۳۰، د کندوز د پخواني امنیه قوماندان او د دغې قوماندانۍ د تأمیناتو د پخواني مدیر، د پخواني مالي آمر او د تعمیراتو د پخواني آمر او څو نورو کسانو د استیناف محکمه د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز کې په ډاګیزه توګه ترسره شي.
پته: د کابل ۱۵ امنیتي حوزه، د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې معینت تر شا.