د کندوز پخوانی امنیه قوماندان او درې نور کسان په څه باندې پنځو کلونو او نژدې ۲۱ میلونو افغانیو نقدي جزا محکوم شول

Hussain_admin
Wed, Feb 10 2021 12:58 PM

د اداري فساد پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز استیناف محکمې له خوا د کندوز پخوانی امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالباقي نورستانی چې پخوا د نورستان امنیه قوماندان و، د نورستان د امنیه قوماندانۍ د تأمیناتو پخوانی مدیر سمونوال فضل احمد، د دغې قوماندانۍ د تعمیراتو آمر سمونمل میرزا محمد، د عبدل بابا شرکت رئیس عبدالله او د دغه شرکت شریکان هر یو محمد یونس، صاحب حاجي او محمد عیسی او هټیوال احمدشاه د ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې پر ۲۱ په علني توګه محاکمه شول.

د موظف څارنوال د صورت دعوا پر اساس، دا قضیه د عبدل بابا د شرکت د رئيس د شکایت پر اساس لویې څارنوالۍ ته راجع شوې چې دغه شرکت د ۱۳۹۳ مالي کال دویمې ربع کې د نورستان امنیه قوماندانۍ ته د ۲۳ میلیونو افغانیو په ارزښت ۱۸ قلمه اعاشوي او محروقاتي موادو د اکمال قرارداد کړی و؛ خو د یاد شوي شرکت د رئیس د شکایت پر اساس دا پيسې د نورستان د پخواني قوماندان عبدالباقي، د تأمیناتو مدیر او د تعمیراتو آمر په ګډه د احمدشاه نومي کس په نامه چې د شرکت شریک نه دی او د شرکت استازی ګڼل شوی و، له بانکه راایستې او حیف و میل کړې دي.

اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز په نننۍ علني غونډه کې د تورنو او مدافع وکیلانو په حضور کې، مل پاسوال عبدالباقي نورستانی پر ۵ کالو او ۶ میاشتو تنفیذي حبس، د نورستان د امنیه قوماندانۍ د تأمیناتو مدیر سمونوال فضل احمد پر ۶ کالو تنفیذي حبس، د نورستان امنیه قوماندانۍ د تعمیراتو آمر سمونمل میرزامحمد او هټیوال احمدشاه هر یو پر ۵ کالو او ۶ میاشتو تنفیذي حبس د اختلاس او د قوانینو د نه رعایتونې په تور په مجازاتو محکوم کړل.

همداراز د دغې غونډې قضايي پلاوي د تضامن په توګه د یادو شویو تورنو له خوا عبدل بابا شرکت ته د ۲۰ میلیونو او ۷۶۳ زره او ۴۳۲ افغانیو د نقدي جزا د ورکړې حکم هم صادر کړ.

د یادې قضايي ناستې پلاوي د عبدل بابا د شرکت د رئیس عبدالله او د شریکانو حاجي محمد یونس، صاحب حاجي او محمد عیسی د برائت حکم صادر کړ.

د یادونې وړ ده، چې د نورستان پخوانی امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالباقي نورستاني په دې وروستیو کې د کندوز د امنیه قوماندان په توګه دنده ترسروله.